لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانگرس غړې کیرن بېس وايي نړۍ دې د ایبولا خلاف هسې تندي کړي


 سپینه ماڼۍ وايي د ایبولا مخنیوي او د مرض د علاج په لړ کې يي تر دا وخت ١٠٠ میلین ډالر لگولې دي. ددې ترڅنگ د امریکې نړي وال امداد ادارې یوایس د ایبولا د مخنیوي دپاره ٧٥ میلینه ډالر ټاکلې دي. امریکا به غربي افریقا کې د ایبولا خلاف ٣٠٠٠ عسکر پرځائې کوي چې ٦٠٠ پکې د وړاندې ته سېمې ته لیږلی شوي دي
سپینه ماڼۍ وايي د ایبولا مخنیوي او د مرض د علاج په لړ کې يي تر دا وخت ١٠٠ میلین ډالر لگولې دي. ددې ترڅنگ د امریکې نړي وال امداد ادارې یوایس د ایبولا د مخنیوي دپاره ٧٥ میلینه ډالر ټاکلې دي. امریکا به غربي افریقا کې د ایبولا خلاف ٣٠٠٠ عسکر پرځائې کوي چې ٦٠٠ پکې د وړاندې ته سېمې ته لیږلی شوي دي

د امریکا د کانگرس زنانه غړي کيرن بیس په نړي واله ټولنه غږ کړی چې د ایبولا مرض مخنیوي دپاره دې خپل کوششونه نور هم تند کړي.

وائس اف امریکا ډیوه ریډیو سره مرکه کې میرمن بیس وویل نړۍ او نړي وال تنظیمونه دي د ایبولا خلاف وسیلې او هسې د امریکې سره برابر کړي.

هغه وايي " دايبولا په ضد غربي افریقا کې روغتيائي ، عسکري اؤ لوجسټکي ملاتړ ته اړتيا ده اؤ مونږ ته دنور بيړني انداز خپلولو ضرورت دى."

هغې ډيوه ريډيو ته وويل امريکا کې دايبولا انفرادي کيسونه شته خو بحران نشته اؤ هيله يې څرگنده کړه چې په نيويارک کې دايبولا دناروغۍ څخه اغيزمن شوى ډاکټر به دغوره علاج ترلاسه کولو نه پس روغ رمټ شي.

کيرين بېس ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې امريکا کې دميډيا داگاهۍ يو داسې کمپائن ته اړتيا ده چې پکې په ميډيا زور راوړل شي چې دايبولا په اړه خبرونو کې بايد ویره پيدا نۀ کړي.

هغه وائي که چرې نړۍ ايبولا په سنجيدگۍ سره واخلي اؤ هاغه وسيلې په نظر کې وساتي چې امريکا اؤ اروپا يې په کار راولي نو بيا مونږ ته په چټکتيا سره دايبولا دختمولو جوگه کيدل پکار دي.

هغې په امريکايانو غږ وکړو چې په لويديزه افريقا کې دې دايبولا دخوريدو په وجه د افريقائي امريکائي وگړو ته په بد نظر ونۀ گوري.

نوموړې زياته کړه چې مونږ به ددې بحران نه تير شو خو په نړيوالې ورورولۍ يې غږ وکړو چې دافريقائي براعظم دروغتيا دخيال ساتنې انفراسټرکچر یا بنیادي اډاڼه کې دې مصرف وکړي.

میرمن بیس د کانگرس د دافريقا او د نړيوال صحت په اړه د زمني کمیټۍ غړي ده. اؤ امريکائي کانگريس کې دنړۍ په کچه دخوريدونکي ايبولا وائرس دچيلنج په اړه پرله پسې خپل غږ پورته کوي.

سپینه ماڼۍ وايي د ایبولا مخنیوي او د مرض د علاج په لړ کې يي تر دا وخت ١٠٠ میلین ډالر لگولې دي. ددې ترڅنگ د امریکې نړي وال امداد ادارې یوایس د ایبولا د مخنیوي دپاره ٧٥ میلینه ډالر ټاکلې دي. امریکا به غربي افریقا کې د ایبولا خلاف ٣٠٠٠ عسکر پرځائې کوي چې ٦٠٠ پکې د وړاندې ته سېمې ته لیږلی شوي دي.

د ډیوه ریډیو خبریال فاروق فراق پېښور نه دې خبر کې مرسته کړې ده

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG