لاس رسیدونکی لینک

جان کربي: د ترهگرۍ په ضد جنگ کې امريکا د پاکستان ملگرې ده


د محکمه دفاع وياند واشنگټن کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ترهگري يوه گډه خطره ده ، او د مخنيوي دپاره به يي ټولو له په گډه کار کول او په دغې لړ کې د مرستو ښه کولو دپاره لارې لټول وي .

د امريکې د محکمه دفاع وياند ريئراېډمرل جان کربي وئيلي د پاکستان او پوځي سره يي د امريکې اړيکې ښې شوي دي .

د محکمه دفاع وياند واشنگټن کې يوې خبرې غونډې ته په وينا کې وئيلي ترهگري يوه گډه خطره ده ، او د مخنيوي دپاره به يي ټولو له په گډه کار کول او په دغې لړ کې د مرستو ښه کولو دپاره لارې لټول وي .

پاکستان سره د ترهگرۍ په مخنيوي کې د مرستو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وئيلي ، ترهگري د پاکستان او امريکې دپاره گډه خطره ده او د ترهگرۍ په ضد جنگ جاري ساتل خپله د پاکستان په گټه ده ، د هغه په وينا ځکه چې د ترهگرۍ نه تر ټولو زيات دغه هېواد اغېزمن شوی دی .

"پاکستان کې د ترهگرو پټې ځالې زمونږ دپاره د اندېښنې وړ خبره پاتې شوې او په دغې موضوع باندې د دغې هېواد د چارواکو سره مونږ خبرې هم کړي دي ، او زه تاسو ته يادگېرنه کوم او دا خبره ياد ساتل هم ضروري دي چې د پاکستان اولس د هغې ترهگرۍ ښکار دي څنگه چې روانه اوونۍ د پېرس خلک ښکار شوي" .

د يوې لسيزې نه د زياتې مودې راهسې د ترهگرۍ ضد په نړيوال جنگ کې پاکستان د لمړۍ دستې کردار لوبولی دی ، او په دغې جنگ کې تراوسه پورې د پاکستان په زرگونو امنيتي سرتيري او خواؤشا ۵۰ زره عام خلک وژل شوي ، او معيشيت ته يي په اربونو روپۍ زيان اوختی دی .

په وروستيو مياشتو کې او په خصوصي توگه د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف د امريکې د دورې نه پس د دواړو ملکونو ترمينځ اړيکې ښې ليدل کيږي .

او امريکايي چارواکو د ترهگرۍ په ضد جنگ کې پاکستان کې روان پوځ عمليات ستائيلي ، او په دغې لړ کې يې د پاکستان د لاس ته راوړنو ستائينه هم کړې ده .

د پاکستان پوځ په قبائيلي علاقه شمالي وزيرستان کې تېر کال د جون د مياشتې راهسې د ضرب عضب په نوم او د هغې وروستو د اکتوبر په مياشت کې خېبرايجنسۍ کې د خېبر ون په نوم د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي دي ، چې پکې تراوسه پورې نزدې يو نيم زر ته نزدې ملکي او بهر ملکي جنگيالي وژل شوي دي .

XS
SM
MD
LG