لاس رسیدونکی لینک

پوځي مصرف کمولو په لړ کې به امریکا خپل پوځ کموي


ښاغلي هیگل وویل د هوائي پوځ حمله کونکې ای ټین جهازونه به ختمولی شي او د جاسوسۍ دپاره استعمالیدونکې یو ټو جهازونو په ځائې به د بې پائلټنه جهازونو یا د ډرون نه کار اخیستلی شي
د امریکې صدر براک اوباما حکومت په دفاعي مصرف کې د کمي په خاطر به پوځ کموي او شمیره به يي د دویم نړي وال جنگ نه د وړاندې کچې ته راټیټه وي.
ددفاع وزیر چک هیگل د گل په ورځ وویل د پوځیانو شمیره به د څلور نه تر د څلور نیم لکو پورې کمولی شي. د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د حملو ورسته دغه شمیره پنځه لکه او اوویه زرو ته رسیدلې وه.
ښاغلي هیگل وویل د هوائي پوځ حمله کونکې ای ټین جهازونه به ختمولی شي او د جاسوسۍ دپاره استعمالیدونکې یو ټو جهازونو په ځائې به د بې پائلټنه جهازونو یا د ډرون نه کار اخیستلی شي.
د کال ٢٠١٥ بجټ کې د دفاعي مصرف کمی په داسې مهال تجویز شوی دی چې افغانستان او عراق کې گران بیعه جنگونه په ختمیدو دي.
چک هیگل وویل دفاعي بجټ کې کمی دا حقیقت هم په پام کې نیسې چې د امریکا ځواکونه دې هیواد د تحفظ دپاره په ښه ډول تیار، پرځائې او په وسله سنبال وي
XS
SM
MD
LG