لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیوبا ته د صدر براک اوباما تاریخي سفر


صدر براک اوباما په خپل دفتر کې
صدر براک اوباما په خپل دفتر کې

صدر براک اوباما د اتوار، یک شنبې، په ورځ د کیوبا سر ښار هوانا ته رسیدونکی دی.

براک اوباما د امریکا وړمبی صدر دی چې په تیرو نوي کلونو کې به د کیوبا دوره کوي. د خپلې دورې په موقع به هغه د کیوبا ولس ته نیغ په نیغه وینا کوي چې پکې به هغه د دواړو هیوادونو ترمنځ تعلقاتو دپاره خپل نظر وړاندې کوي.

امریکا او کیوبا په کال نونسوه پنځه پنځوسم کې سفارتي تعلقات ختم کړې وو.

وائټ هاوس وايي صدر براک اوباما به د نهې، سه شنبې، په ورځ هوانا کې په ټیلي وژن د کیوبا ولس مخاطب کوي.

کیوبا د دورې نه څو ورځې وړاندې براک اوباما په واشنگټن کې په سټیټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت کې خپله وینا کې ویلي دي کیوبا سره د تیرو وختونو په ناکامه تگ لارې نه امریکا تیره شوي ده او د کیوبا ولس سره په سفارتي تعلقاتو کې يي نوی باب پرانستلی دی.

کیوبا سره تعلقات بیا برابرول صدر براک اوباما د خپل حکومت د خارجه تگ لارې اهمه کامیابي گڼي او وايي کیوبا د تنها ساتلو د امریکې پالیسي ناکامه شوي ده.

صدر اوباما او د هغه میرمن به د اتوار، شنبې، په ماسپښین هوانا ته رسیدونکې دي. هلته د رسیدو څو گنټې ورسته به دواړه په هوانا کې د ثقافتي ځایونو سیل کوي. او د گل، دوشنبې، په ورځ به براک اوباما د کیوبا صدر راول کاسټرو سره ملاقات کوي. او د گل، دوشنبې، په ورځ به براک اوباما د راول کاسټرو له خوا د ماښام په رسمي ډوډۍ کې شرکت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG