لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کیوبا د پخواني کمیونسټ صدر فډیل کاسټرو تازه تصویران شائع کړې دي


د برازیل یو مذهبي مشر هم تیره میاشت کاسټرو سره لیدلې دي. هغه ویلي کاسټرو په بدن نری شوی دی خو صحت يي ښه وو او سوچ او فکر يي برابر وو
د برازیل یو مذهبي مشر هم تیره میاشت کاسټرو سره لیدلې دي. هغه ویلي کاسټرو په بدن نری شوی دی خو صحت يي ښه وو او سوچ او فکر يي برابر وو

د اگست د میاشت نه ورستو په وړمبي ځل کیوبا د پخواني صدر فډیل کاسټرو تصویران شائع کړې دي، په داسې مهال چې د هغه د صحت د خرابیدو په هکله گنگوسې خورې شوې دي.

د کاسټرو تصویران د کمیونسټ پارټۍ اخبار گرینما کې د گل یا یکشنبې په ورځ شائع شوي چې ښائي ٨٨ کلن پخوانی صدر خپل کور کې د طالب علمانو یو رهنما سره خبرې اترې کوي. اخبار ویلي تصویر تیره میاشت اخیستلی شوی دی.

د برازیل یو مذهبي مشر هم تیره میاشت کاسټرو سره لیدلې دي. هغه ویلي کاسټرو په بدن نری شوی دی خو صحت يي ښه وو او سوچ او فکر يي برابر وو.

فډیل کاسټرو کال ٢٠٠٦ کې د خراب صحت په سوب حکومت خپل کشر رور راول کاسټرو ته وسپارلو. ددې ورسته په منظر عام هغه خپله یا د هغه بیانونه په مستقل ډول نه دي ښکاره شوي. اولس د هغه ورستۍ ننداره تیر کال کړی وه.

د تیرو ٥٠ کلونو راهسې د سوړ جنگ رقابت ختمولو او د واشنگټن او د هوانا ترمېنځ سفارتي تعلقات قائمولو دپاره دسمبر کې د صدر براک اوباما او د صدر راول کاسټرو په اعلان فډیل کاسټرو خپله د اوږدې مودې خاموشي ماته کړه.

فیډیل کاسټرو وویل هغه ددې تاریخي پرمختگ مخالفت نه کوي.

تیره هفته د امریکې کانگرس په ایوان بالا یا سینېټ کې د واک من ډیموکریټ او حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ځېنې غړو یوې مشترکه ډلې د قانون مسوده وړاندې کړه چې کیوبا ته د امریکایانو په سفر د لگیدلې پابندیو ختمولو غږ کوي.

امریکا کې کیوبا سره د معمول سفارتي تعلقاتو مخالفین وايي هیواد کې اوس هم شخصي ازادۍ او جمهوریت نیشته او واشنگټن دې ورسره تر تعلقات نه ښه کوي ترڅو دغه شرائط وو نه مني.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG