لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په روس د امریکا او یورپ اقتصادي پابندو اثرات


د روس صدر ولادیمیر پوټن کرائمیه خپل هیواد کې د شاملولو یو دستاویز لاس لیک کوي
د روس صدر ولادیمیر پوټن کرائمیه خپل هیواد کې د شاملولو یو دستاویز لاس لیک کوي
په داسې حال کې چې د روس صدر ولادیمیر پوټن د یو لانجمن ریفرنډم ورسته د یوکرین جزیره نما کرائمیه په رسمي توگه خپل هیواد کې د شاملولو اعلان کړی دی، تجزیه کار هغه د اقتصادي پابندیو اثراتو ته کتنه کوي چې امریکا او یورپې ټولنې یوکرین کې د لاس وهنې په سر په روس ورتپلې دي.
صدر پوټن د نهې په ورځ پارلیمنټ ته وینا کې په رسمي ډول کرائمیه رشین فیډریشن کې د شاملولو اعلان وکړو.
کرائمیه روسي ژبه ویونکو خلکو اکثریتي سیمه ده. د اتوار په ورځ کرائمیه کې په یو ریفرنډم کې د کرائمیه خلکو په لوې اکثریت روس سره د شاملیدو په حق کې رائې ورکړه. د کرائمیه د انتخاباتو مشر د گل په ورځ ویلي ٩٧ فیصد ووټ اچونکو د کرائمیه د بیلتون او روس سره د الحاق په حق کې رائې ورکړې دي. د ریفرنډم مخالفینو ته ویل شوي وو رائې ورکولو نه دي بائیکاټ یا ډډه وکړي.
د امریکا په شمول غربي نړۍ د کرائمیه د ریفرنډم په مخالف کې غږ پورته کړی وو او رائې اچونه يي غیرقانوني او د یوکرین د خپلواکۍ خلاف ورزي گرځولې ده.
سپنې ماڼۍ یا وائټ هاوس د روس او یوکرین په ١١ داسې چارواکو د گل په ورځ پابندۍ ولگولې دي چې یوکرین کې پې د لاس وهنې، هلته جمهوري د نظام گډوډولو، امن او امان تباه کولو او هیواد کې ناقراري راپارولو الزام لگول شوی دی.
د اقدام ترمخه، د روسي چارواکو اساسي منجمد کړی شوي دي. هم دغه رنگ یورپین یونین د روس او یوکرین په ٢١ چارواکو تجارتي او د سفر پابندۍ ور تپلې دي.
خو ځېنې څیړونکې وايي دغه پابندۍ به په روس څه ډیر بد اثر وو غورځوي.
واشنگټن کې د هډسن انسټیټیوټ تجزیه کار رچرډ ویټز وايي امریکا او یورپ په ماسکو ډیر اثر نه لري نو ځکه به دغه پابندۍ روس څه ډیر متاثر نه کړي.
د کرائمیه د ریفرنډم په مخالفینو کې کرائمیه کې میشته تاتار مسلمانانو هم شامل وو چې زیاتره پکې په ووټونو کې برخه نه ده اخېستي او د روس د واک اختیار مخالفت کوي.
سپېنې ماڼۍ ویلي د اتوار په ورځ شوی ریفرنډم غیرقانوني دی او د یوکرین د ائین خلاف ورزي کوي.
د ریفرنډم په مخالفینو کې کرائمیه کې میشته تاتار مسلمانانو هم شامل وو چې زیاتره پکې په ووټونو کې برخه نه ده اخېستي او د روس د واک اختیار مخالفت کوي.
تاتار مسلمانان د صدیو راهسې په کرائمیه کې اوسیږي. د دویم جنگ عظیم ورسته د جرمني نازیانو سره د لاس امداد په الزام د روس سټالن تاتار ملک بدر کړل او د مرکزي ایشیا په مختلفو ریاستونو کې يي وویشل. خو گڼ شمیر تاتار د ١٩٨٠ او د ١٩٩٠ په لسیزو کې ستانه شوي دي.
د کرائمیه د موجوده او ائنده صورتحال په هکله د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال افتخار حسین د هډسن انسټیټیوټ رچرډ ویټز تجزیه دلته اوریدی شۍ:
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG