لاس رسیدونکی لینک

باراک اوباما وايي د عراق دپاره په ټولو خبروغور کولی شي


د امريکې صدر وئيلي ، چې د امريکې قامي سلامتۍ د گټو دپاره د خطرې په صورت کې دويې پوځي کارروائۍ ته تيار دي .

د امريکې صدر باراک اوباما وئيلي چې عراق کې د مخ په زياتيدونکي تندلاريتوب په ضد د عراق د حکومت د مرستې دپاره په ټولو خبرو غورکولی شي .
سپينه ماڼۍ کې د اسټريليا وزيراعظم ټوني اېبټ سره د ليدو وروستو خبريالانو سره خبرو کې باراک اوباما ووئيل ، امريکا دا خبره يقيني کول غواړي ، چې جهاديان نه خو په عراق او نه په شام کې ځان مظبوط کړي .
د يوې پوښتنې چې ايا امريکا د تندلاريتوب د مخ نيوي دپاره د ډرون حملو کنه په کومه بله کارروائۍ غور کوي ، نوموړي ووئيل ، په دغې اړه يو امکان هم نه شي رد کېدی .
د امريکائي صدر باراک اوباما د عراق په اړه دغه خبره په داسې حال کې کړې ده ، چې د عراق موصل او تکريت ښارونو سره يوې شمېر نورې علاقې اسلامي تندروه ډلې امارت اسلامي عراق او شام يا (ائي اېس ائي اېل ) په خپله قبضه کې اخېستي ، او دهړکه يې ورکړې چې کربلا او بغداد باندې هم قبضه کوي .
د امريکې صدر وئيلي ، چې د امريکې قامي سلامتۍ د گټو دپاره د خطرې په صورت کې دويې پوځي کارروائۍ ته تيار دي .
هلته بيا د امريکې محکمه خارجه اعلان کړی دی ، چې امريکا به په عراق کې د بې کوره نزدې پينځه لاکهه خلکو دپاره د انساني همدردۍ په توگه يو کروړ او ۲۸ لاکهه ډالره اضافي امداد ورکوي .
او په دغې امداد کې ۶۶ لاکهه ډالره د ملگرو ملتونو د کډوالو دپاره جوړې ادارې ته ، او ۶۲ لاکهه نورو نړيوالو تنظيمونو ته ورکولی شي ، چې د عراق بې کوره او متاثره خلکو دپاره پرې د خوراک ، عارضي استوگنې او طبي مرستې وکړی شي .
راپورونه وايي چې د تندروه ډلې ائي اېس ائي اېل لخوا په موصل ښار د قبضې وروستو د دغې ښاره نزدې پينځه لاکهه خلک په خپلو کورونو پرېښودو او نورو سيمو ته په منتقل کېدو مجبور شوي دي .
د امريکې محکمه خارجه وائس اف امريکا ته وئيلي چې په عراق کې د مخ په زياتيدونکي امنيتي خطرو له کبله په عراق کې کارکوؤنکي ځيني امريکايي وگړي د هغويي د ادارو له طرفه بيرته هيواد ته رابلل شوي دي .
د محکمه خارجه د وياند ترمخه په عراق کې د موجودو امريکايانو کره شمېره نه ده مالومه ، خو د امريکايي سفارتخانې او قونصلگرو د اهلکارو په شمېره کې کوم بدلون نه شي کول کېدی .
XS
SM
MD
LG