لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په کانګرس کې د افغانستان جګړې په اړه د بیا رایه ورکولو وړاندیز شوی


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ نوې انتظامیه په افغانستان کې نوې سټراټیژي او کیدای شي د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په نوي جواز باندې خبرې وکړي.

د امریکا د کانګرس وکیل والټر جونز وايي: ٫٫ په افغانستان کې د ۱۶ کالو پاتې کېدو وروسته اوس باید په کانګرس کې بیا رایه ورکړل شي.٬٬

خو افغانستان یواځینې هیواد دی چې پکې د کانګرس دواړه ډلګۍ په امریکايي عملیاتو باندې بیا غور کوي. له تیرو ۱۶ کالو راهیسې د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې لږ تر لږه ۳۷ امریکايي پوځي ماموریتونو ته جواز ورکړل شوی وه چې په هغو کې افغانستان، عراق او شام هم شامل وه.

په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې له برید راهیسې د ترهګرو په وړاندې د جګړې دغه جوړه شوې تګلاره اوس یو شمیر نويو ګواښونو لکه داعش او د شام کورنۍ جګړې ته هم ځواب وايي.

ددغې تګلارې د جوړیدو پرمهال د اوسني کانګرس یو په څلورمه برخه وکیلان هاغه مهال هم وه چې یواځې باربارا لي یې په اړه مخالفه رایه ورکړې وه. ٫٫ دا ډیره پراخه تګلاره دا لکه د پیسو د یوه سپین چیک په بڼه وه.٬٬

د کانګرس مشر پال راین پدې وروستیو کې د لي هغه هڅې چې غواړي پدې اړه بحث بیا پرانیزي ردوي او وايي چې د داسې هڅو په وړه باید په جلا توګه بحثونه وشي. خو باربارا لي وايي: ٫٫ مونږ د خلکو استازي یو او د جګړې په اړه د بیا رایې ورکولو له حق څخه انکار به له ډیموکراټیک بهیر څخه سرغړونه وي.٬٬

د جګړې او سولې په اړه د پریکړې کولو دغه بهیر به تر ولسمشر پورې وه نه رسیږي او پدې اړه د نړیوالو مطالعاتو د مرکز نه کټلین هیکس وايي:

٫٫ کانګرس غواړي نړۍ ته دا پیغام ورکړي چې ولسمشر د امریکا په بهرني سیاست کې یو فعال لوبغاړی نه دی بلکه دا کانګرس دی چې د امریکا د خلکو استازیتوب کوي.٬٬

اوس که چیرې کانګرس دا چانس تر لاسه کړي چې پدې اړه بیا غور وکړي نو ځواب یې هرڅه کیدای شي خو اسانه به وي. په کانګرس کې د بهرنیو چارو د کمېټې مشر ایډ راویس وايي: ٫٫ ستونزه او ننګونه به د تګلارې په موادو باندې موافقه کول وي. ځینې به لوی درستیز ته واک ورکوي او ځینې به ورته نه ورکوي. ځینې به ترهګر خپل هدف وه ګرځوي او ځینې به ددوي ایډیالوژۍ د هدف لاندې راولي. ځینې به د پوځي ځواک د ډول، ځای او وخت په اړه محدودیت ولري او ځینې به یې نه لري.٬٬

په هرصورت د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په برخه کې پیچلې او سختې پوښتنې شته او داسې نښې نښانې نه ښکاري چې دا جګړه دې ژر پای ته ورسیږي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG