لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش خلاف د طاقت استعمال، د امریکائي چارواکو کانگرس ته وینا


ددفاع وزیر ایشټن کارټر، خارجه وزیر جان کیري او د امریکائي پوځ د گډو ځواکونو د کمیټۍ مشر مارټن ډیمپسي به سنیټ د خارجه چارو کمیټۍ ته وینا کوي
ددفاع وزیر ایشټن کارټر، خارجه وزیر جان کیري او د امریکائي پوځ د گډو ځواکونو د کمیټۍ مشر مارټن ډیمپسي به سنیټ د خارجه چارو کمیټۍ ته وینا کوي

د صدر براک اواباما لخوا داعش خلاف د طاقت د استعمال او ددې دپاره د کانگرس د منظورۍ په لړ کې خارجه وزیر جان کیري، ددفاع وزیر ایشټن کارټر او د امریکائي ځواکونو د مشترکه کمیټۍ مشر جنرل مارټن ډیمپسي کانگرس کې وینا وکړه.

تیره میاشت صدر اوباما کانگرس نه داعش خلاف د طاقت د استعمال د منظورۍ خواست وکړو چې ترمخه به يي د راتلونکو دریو کلونو پورې داعش خلاف طاقت استعمالیږي او په مزکه د ځواکونو د استعمال دپاره به حد ټاکلی شوی وي.

د سنیټ اورونه د هغه اوږد عمل برخه ده چې داعش خلاف د طاقت د استعمال منظورۍ دپاره شورو کړی شوی دی. د کانگرس دواړه ایونونه، د نمائندگانو ایوان هاوس اف ریپریزینټیټوز او سنیټ یا ایوان بالا به هم په دې لړ کې منظوري ورکوي.

د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ لخوا د صدر د منصوبې مخالفت هم کیږي چې وايي د مزکې ځواکونو په استعمال دې څه حد نه وي. د صدر براک اوباما ډیموکریټک پارټۍ ځېنې غړي هم د پلان ځېنې برخو سره اتفاق نه لري او په مزکه د امریکائي عسکرو استعمال نه غواړي.

د امریکائي ځواکونو په مشرۍ کې نړي وال پوځي ائتلاف د اگست راهسې عراق او د سپټمبر د میاشت راهسې په شام کې داعش خلاف کې هوائي کاروائي شورو کړې ده او په دواړه هیوادونو کې يي داعش نه په پراخه کچه سېمې نیولې دي.

د پینټگان یا د امریکې ددفاع وزارت د شمیر شمیرو ترمخه ائتلافي ځواکونو د ٢٧٠٠ نه زیاتې حملې کړې دي چې پکې د داعش توپخانې مورچي او نور مرکزونه په هدف کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG