لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کانگرس کې ایران سره د ایټمي معاهدې د جاج اخیستنې اخېری پړاؤ


د صدر اوباما د ډیموکریټک پارټۍ ترڅنگ که ځېنې امریکایان ایران سره د معاهدې ملاتړ کوي نو اسرائیل او ځېنې نور امریکایان يي مخالفت کوي
د صدر اوباما د ډیموکریټک پارټۍ ترڅنگ که ځېنې امریکایان ایران سره د معاهدې ملاتړ کوي نو اسرائیل او ځېنې نور امریکایان يي مخالفت کوي

د امریکې قانون سازان د یوې میاشت د رخصتي ورسته نن د نهې یا سه شنبې په ورځ کانگرس کې په داسې مهال بیا راغونډیږي چې ایران سره د ایټمي معاهدې د جاج اخیستلو عمل اخېري پړاؤ ته رسیدلی دی.

کانگرس د سپټمبر د ١٧ نیټې پورې وخت لري چې ایران سره شوي د معاهدې په شقونو غور وکړي او بیا پرې د ووټونو دلارې فیصله وکړي چې لوظنامه به منظوروي او کې به يي رده کړي.

د کانگرس په دواړو ایوانون، هاوس اف ریپریزینټیټوز یا د نمائندگانو ایوان او ایوان بالا یا سینټ، کې د حزب اختلاف ریپلیکن پارټۍ اکثریت دی او سوال دا دی چې آیا دواړه ایوانونه به ایران سره د معاهدې ردولو دپاره قرارداد منظور کړي او که نا؟

په هاوس اف ریپریزینټیټیوز کې ریپبلیکن پارټي دومره اکثریت لري چې قرارداد په لوې اکثریت منظور کړي.

خو سنیټ کې حالات بدل دي. ریپبلیکن پارټي واضحه اکثریت هم نه لري او د ایوان د قاعدو د لاندې واک من ډیموکریټک پارټي داسې اقدامات هم پورته کولی شي چې د سره قرارداد د وړاندې کیدو مخه ونیسي. داسې کولو دپاره به ۴١ د سنیټ غړي په دې خبره اتفاق ترلاسه کوي چې په مجوزه بل به ووټونه نه اچول کیږي. تر دا وخت ٣٨ سنیټرانو ویلي چې په بل د ووټ اچونې مخه به نیسي. په دغه سنیټرانو کې ډیموکریټک پارټۍ ارکان او د سنیټ ازاد غړي شامل دي خو ددې دا مطلب هم نه دی چې په بل به د سره ووټونه هم نه اچول کیږي.

که چرې دواړه ایوانه ایران سره د معاهدې په مخالفت کې قرارداد منظور کړي نو ددې ورسته حالات واضحه دي. صدر براک اوباما ویلي هغه به د معاهدې په مخالفت کې قرارداونه ویټو کوي یعني ایران سره د معاهدې په مخالفت کې منظور شوی قانون یا قرارداد به دروي.

کانگرس د صدر د فیصلې خلاف هم اقدامات پورته کولی شي چې خو ددې دپاره به د کانگرس په دواړو ایوانونو کې په دریو کې د دواو برخو اکثریت ضرورت وي، یعني د سنیټ په ١٠٠ کې د ٦٧ غړو او د هاوس په ۴٣٥ غړو کې د ٢٩٠ غړو ملاتړ به د صدر د فیصلې خلاف قرارداد دپاره پکار وي چې دا رنگ ایران سره معاهده نامنظوره کړی شي.

په داسې حال کې چې ٣٨ سنیټرانو د معاهدې د ملاتړ اعلان کړی او ځېنې نورو د سنیټ غړو لا خپل دریز نه دی په ډاگه کړی، داسې معلومیږي چې صدر اوباما د ریپبلیکن پارټۍ لخوا د ممکنه مخالفت مخه نیولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG