لاس رسیدونکی لینک

د امریکې کانگرس کې د هیواد په بجټ اتفاق ترلاسه شوی


د ریپبلیکن پارټۍ د هاوس اف ریپریزینټیټیوز غړی هیولډ راجرز
د امریکې د کانگرس د هاوس اف ریپریزینټیټیوز او د سینټ نمائندگانو د سپټمبر د میاشت پورې وفاقي حکومت لپاره د یو اشاریه یو کهرب ډالرو بجټ باندې معاهدې ته رسیدلې دي. د لوظنامې په نتیجه کې د حکومت نظام په ممکنه توگه د بیا بندیدو مخه نیولي شوي ده.
د معاهدې اعلان د گل په ورځ ناوخته د ډیموکریټک او د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ استازو وکړو. په دې موقع د واک من ډیموکریټک پارټۍ لخوا سنیټره باربره میکولسکي او د ریپبلیکن پارټۍ د هاوس اف ریپریزینټیټیوز غړی هیولډ راجرز موجود وو.
حکومت د پاره د بجټ منظوري ډسمبر کې د سنیټ او هاوس اف ریپریزینټیټوز یا د نمائندگانو ایوان ترمنځ د هاغه معاهدې برخه وه چې د راتلونکو دواو کالو دپاره پکې د وفاقي حکومت د پاره مالي وسائل مختص کړی شوي دي.
د ډسمبر د معادې نه یوه میاشت وړاندې په بجټ د حزب اختلاف او واک من گوند اتفاق نه کیدو په نتیجه کې حکومتي نظام ١٦ ورځې په ټپه ودریدلی وو.
حکومت د پاره د خرڅې په نوي بل کې د اخراجاتو هغه کمی هم لمېنځه وړلی شوی چې خود بخود به عملي کیدو او تیر کال يي پوځي او د هیواد دننه نورې منصوبې متاثره کړې وې. نوې بل کې د هیواد نه بهر پوځي عملیاتو د پاره ٩٢ ارب ډالر هم ټاکل شوي چې زیاتره برخه يي افغانستان کې د روان جنگ دپاره ده.
حکومت د پاره د اخراجاتو نوي بل کې د تیز رفتار ریل گاډې هغه منصوبې د پاره پېسې نه دي مختص کړی شوي چې صدر براک اوباما يي ملاتړ کولو.
د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټي نه ده کامیابه شوي چې د صحت د خیر ښیگړې دپاره د صدر براک اوباما نوي قانون د پاره پیسې کمي کړی شي. د ریپبلیکن پارټۍ غړو ددغه قانون مخالفت کولو.
XS
SM
MD
LG