لاس رسیدونکی لینک

د امریکا یو کامېډین (ټوکمار) وايي، د پاکستان په بیرغ مې خلک ویرول


د امریکا یو پيژندلی کمېډین (ټوکمار) جیرمي مکلیلن هغه ټویټ ډیر مشهور شوی، چې د هالوین په ورځ یې دده په وینا د خلکو د ویرولو لپاره په خپل کور د پاکستان بیرغ لګولی وه.

Jeremy Mclellan
Jeremy Mclellan

پدغه ټویټ باندې ډیرو پاکستانیانو توند غبرګون ښودلی.

جیرمي مکلیلن ته په ټویټ باندې خپل ځواب کې یوې پاکستانۍ ښځې مریم لیکلي چې دده ټوکې يې خوښیږي خو په بحث کې یې د پاکستاني خلکو د خوشحالولو لپاره د ښځو سپکاوی پرې ښه نه دی لږېدلی.

maryam tweet
maryam tweet

د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمې پښتنې غړې عایشه ګلالۍ د جیرمي په ټوکه سخته غوصه ښودلې او بیا یې لیکلي دي: "ستا شوخ طبیعت زما خوښیږي، خو دا ټویټ دی لږ زموږ ملي بیرغ ته سپکاوی دی. منندویه به مو یم که مو لېرې کړ".

جیرمي ځواب ورکړی "زما دا ټوکه د عایشې ګلالۍ خوښه نشوه، هغه غواړي چې لېرې یې کړم. وبخښه".

د جیرمي په ټویټ باندې د هند خلکو هم خپلې رایې ورکړې دي. د ویکاش تیواري په نامه یوه هندي کس لیکلي دي چې جیرمي ښایي غوښتي وي چې په بنګله دیش کې د پاکستان د پوځ د ماتې انځور وه ښايي.

vikash
vikash

هالوین په امریکا او ډېرو نورو هېوادونو کې یوه دودیزه او مذهبي ورځ بلل کیږي. دا ورځ هرکال د اکتوبر په ۳۱ لمانځل کیږي چې په کې خلک میلې او تفریح کوي. زاړه او واړه هڅه کوي چې ډاروونکې څېرې، نقابونه او لباسونه واغوندې چې نور وډار کړي. خلکو په کورونو او د کورونو مخې ته هم ډاروونکې څېرې ځوړندې کړې وې چې ټول هدف یې تفریح بلل کیږي.

د ښاغلي مکلیلن دا ټویټ په زرګونو خلکو خوښ کړی، د نورو سره یې شریک کړی او په اړه یې خبرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG