لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د مارټن لوتر ورځ نمانځلی کیږي


مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزو کې امریکا کې د شهري حقوقو یا سول رائټس تر ټولو مشهور افریقائي امریکنی مشر وو او افاقي شهرت يي کال ١٩٦٣ کې سرښار واشنگټن کې د" ائي هیو ای ډریم" تقریر ورسته ترلاسه کړو. دغه تقریر کې مارټن لوتر کنگ وویل چې داسې یو خوب وینې چې ائنده کې به د غلامانو د مالکانو بچي او د پخواني غلامانو بچي به په یو ځائې کښېني او قابلیت جاج به يي د رنگ نا بلکه د کردار په بنیاد کولی شي
مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزو کې امریکا کې د شهري حقوقو یا سول رائټس تر ټولو مشهور افریقائي امریکنی مشر وو او افاقي شهرت يي کال ١٩٦٣ کې سرښار واشنگټن کې د" ائي هیو ای ډریم" تقریر ورسته ترلاسه کړو. دغه تقریر کې مارټن لوتر کنگ وویل چې داسې یو خوب وینې چې ائنده کې به د غلامانو د مالکانو بچي او د پخواني غلامانو بچي به په یو ځائې کښېني او قابلیت جاج به يي د رنگ نا بلکه د کردار په بنیاد کولی شي
امریکا کې نن د گل په ورځ د شهري حقوقو او د نسلې تعصب خلاف مبارز مارټن لوتر کنگ د زیږیدنې په یاد کې ورځ نمانځلی کیږی. هیواد کې رخصتي ده. د مرکزي حکومت دفترونه، سکولونه او زیاتره کاروباري دفترونه تړل شوي دي.
پخواني صدر رونلډ ریگن کال ١٩٨٣ کې د جنورۍ د میاشت د دریم گل ورځ د مارټن لوتر کنگ د یادگیرنې ورځ وټاکله. مارټن لوتر کنگ د کال ١٩٢٩ د جنورۍ په ١٥ مه نیټه د جارجیا ریاست په اټلانټا ښار کې زیږیدلی وو.
کال ١٩٩۴ کې کانگرس د مارټن لوتر کنگ د یادگیرنې ورځ د قامي خدمت ورځ وټاکله چې امریکایانو کې ټولنې د خیر ښیگړې دپاره د کار جذبې ته وده ورکړی شي.
مارټن لوتر کنگ کال ١٩٥٥ کې هغه وخت په وړمبي وار شهرت ترلاسه کړو چې د الابامه ریاست منټگمري ښار کې يي د تور پوستکې یا افریقائي امریکایانو د بسونو د بائیکاټ مشري وکړه. د کامیات احتجاج په نتیجه کې د ښار په بسونو کې د افریقائي او سپین پوستکو امریکایانو دپاره د بیلو بیلو چوکو نظام ختم کړی شو.
ددې ورستو مارټن لوتر کنگ د ١٩٥٠ او ١٩٦٠ په لسیزو کې امریکا کې د شهري حقوقو یا سول رائټس تر ټولو مشهور افریقائي امریکنی مشر وو او افاقي شهرت يي کال ١٩٦٣ کې سرښار واشنگټن کې د" ائي هیو ای ډریم" تقریر ورسته ترلاسه کړو. دغه تقریر کې مارټن لوتر کنگ وویل چې داسې یو خوب وینې چې ائنده کې به د غلامانو د مالکانو بچي او د پخواني غلامانو بچي به په یو ځائې کښېني او قابلیت جاج به يي د رنگ نا بلکه د کردار په بنیاد کولی شي.
کال ١٩٦۴ کې مارټن لوتر کنگ ته د امن نوبل انعام ورکړی شو او هم په دغه کال کې د هغه وخت صدر لائډن جانسن هغه قانون لاس لیک کړو چې ترمخه يي امریکا کې په عامو ځایونو او ملازمتونو کې د رنگ، نسل، مذهب او جنس په بیناد تعصب یا امتیاز ختم کړی شو.
مارټن لوتر کنگ کال ١٩٦٨ کې د اپریل د میاشت په څلورمه نیټه د ټینیسي ریاست میمفس ښار کې وول شو. هغه میمفس ته تللی وو چې هلته په کاربندیز اخته افریقائي امریکنیانو کارکونکو دپاره د برابر تنخا ډله وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG