لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په سفارتي او پوځي اسانتیاو حفاظتي اقدامات سخت کړی شوی

رپورټ به د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ لخوا جاري کولی شي. د صدر براک اوباما د حکومت چارواکې د رپورټ د شائع کیدو په ترڅ کې په ممکنه توگه د تشدد راپاریدو په هکله اندیښمن دي. په دې هکله خارجه وزیر جان کیري د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ مشرې سنیټرې ډائین فائنسټائن ته ټیلې فون کړی او هغې سره يي د ممکنه تشدد په هکله خبرې اترې کړې دي.

د امریکې په سفارتخانو او پوځي ودانو حفاظتي اقدامات د معمول نه زیات سخت کړی شوي دي. دا په داسې مهال چې د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټي ترهگرۍ خلاف جنگ کې د سي ايي ای د تفتیش په اړه رپورټ شائع کونکې ده چې پکې سي ايی ای لخوا د تشدد د استعمال ذکر شوی دی.

د ٦٠٠٠ پاڼو په رپورټ کې د ترهگرۍ په شک کې نیول شوو کسانو باندې د تفتیش د انتهائی سختو طریقو د استعمال تفصیل دی چې پکې د واټر بورډنگ غوندې اذیتناکه طریقه شامله ده. واټر بورډنگ کې د تفتیش د لاندې کس ته اوبو کې د ډوبیدو احساس ورکول کیږي چې دا رنگ تحقیق کونکو ته معلومات ورکړي.

رپورټ به د تشدد د نورو طریقو ذکر هم کوی لکه نیول شوي کسانو په تنگو ترشو ځایونو کې بندیوان ساتل او د خوب نه محرومه کول.

رپورټ به د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ لخوا جاري کولی شي. د صدر براک اوباما د حکومت چارواکې د رپورټ د شائع کیدو په ترڅ کې په ممکنه توگه د تشدد راپاریدو په هکله اندیښمن دي. په دې هکله خارجه وزیر جان کیري د سنیټ د استخباراتي چارو کمیټۍ مشرې سنیټرې ډائین فائنسټائن ته ټیلې فون کړی او هغې سره يي د ممکنه تشدد په هکله خبرې اترې کړې دي.

رپورټ به د نهې یا د سه شنبې په ورځ شائع کولی شي.

د وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ ترجمان جاش ارنسټ د گل یا دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل د ممکنه تشدد راپاریدو په سبب په امریکائي اسانتیاو حفاظتي اقدامات سخت کړی شوي دي.

کال ٢٠٠٩ کې د صدارت چوکۍ د سنبالولو ورسته براک اوباما سي ايي ای لخوا د تفتیش د سختو یا اذیت ناکو طریقو په استعمال پابندي لگولې ده. جاش ارنسټ وویل صدر اوباما دا ضروري گڼي چې تر څومره حده پورې ممکنه وي امریکائي ولس ددې نه خبر کړي چې څه شوي وو.

سنیټ ته وړاندې کیدونکی به دا وړمبی رپورټ وي چې سي ايي ای لخوا د القاعده په مشکوک کسانو باندې به د ویل کیدونکې تشدد ذکر کوي. هغه چارواکو چې رپورټ يي لیدلی دی وايي پکې په سي ايي ای الزام لگول شوی چې دغه طریقو د افادیت په هکله يي د غلط بیانۍ نه کار اخیستلی دی.

د امریکې نیویارک ټائمز ورځپاڼې سره مرکه کې د امریکې پخواني نائب صدر ډک چیني د سي ايي ای د طریقه کار دفاع کړې ده. ښاغلی چیني چې د سي ايي ای د طریقه کار کلک ملاتړی وو، وايي سي ايي ای کله هم د پخواني صدر جارج بش د حکومت ته معلومات خفیه نه وو ساتلي او دا چې د استخباراتي ادارې د تفتیش طریقه کار منظوري د انصاف وزارت نه اخیستل شوي وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG