لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د قامي سلامتیه سلاکار: په شارلټس ویل کې اړی گړی ترهگري وه


په شارلټس ویل کې دغه صورتحال جاج اخیستونکي هیلي کاپټر د غورځیدو په نتیجه کې دوه عسکر هم ووژل شو. د موټر د خلکو په ورختلو کې ١٩ کسان زخمیان شوي هم دي
په شارلټس ویل کې دغه صورتحال جاج اخیستونکي هیلي کاپټر د غورځیدو په نتیجه کې دوه عسکر هم ووژل شو. د موټر د خلکو په ورختلو کې ١٩ کسان زخمیان شوي هم دي

د صدر ډانلډ ټرمپ د قامي سلامتیه سلاکار ویلي د ورجینیا ریاست په شارلټس ویل ښار کې د سخت دریځه سپین پوستکو په مظاهره کې تشدد نه د ترهگرۍ معنا اخیستل کیدی شي.

د امریکې ای بي سي ټیلي وژن سره مرکه کې ایچ ار میک ماسټر وویل د خالي، شنبې، په ورځ د شوي تشدد سبب کرکه او نفرت و. په دغه پیښه کې یو د خلکو په موټر ور وخیژولو چې له امله يي ٣٢ کلنه میرمن هیتر هاير ووژل شوه.

په شارلټس ویل کې دغه صورتحال جاج اخیستونکي هیلي کاپټر د غورځیدو په نتیجه کې دوه عسکر هم ووژل شو. د موټر د خلکو په ورختلو کې ١٩ کسان زخمیان شوي هم دي.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ په شارلټس ویل کې د وژل شوو کسانو په یاد کې یوه دستوره وشوه او د امریکې په گڼ شمیر نورو ښارونو کې په شارلټس ویل کې د تشدد او دې ته د صدر ډانلډ ټرمپ د عکس العمل غندنه وشوه چې گنې هغه د سخت دریځه سپین پوستکو په کلکه مذمت و نه کړو.

د صدر ټرمپ د ردعمل خلاف په نیویارک، لاس اینجلس او ډینور ښارونو کې احتجاجونه وشول. د واشنگټن ریاست په سیاټل ښار کې د صدر ټرمپ په حق او د هغه د مخالفینو ترمنځ د نښتو مخه نیولو دپاره د مرچکن سپری وکړو.

وایټ هاوس د صدر ډانلډ ټرمپ د ردعمل فاع کړې ده. د اتوار، یکشنبې، په ورځ یو بیان کې وایټ هاوس وویل صدر د هر قسم تشدد، نفرت او د کرکې غندنه کوي چې پکې سخت دریځه سپین پوستکي، کی کی کی، نیو نازي او نورې ډلې شاملې دي. "هغه د قامي یوالې او د ټولو امریکایانو د یوځای کولو غږ کړی دی."

کی کی کی کو کلس کلین ته اشاره ده چې د سپین پوستکو سخت دریځه ډله گڼلی کیږي او د نیو نازي مطلب د جرمني د نازیانو په روش تلونکي خلک دي چې د سپین پوستکو نسلي بریا قایمول غواړي.

د وایټ هاوس په بیان د کوم افسر نوم نه و. داسې قسمه بیانونه زیاتره د صدر ترجمان جاری کوي.

نایب صدر مایک پینس هم د صدر ټرمپ د ردعمل فاع کړې ده. د اتوار، یکشنبې، په ورځ په کولمبیا کې وویل صدر ټرمپ په شارلټس ویل کې د تشدد غندنه کړې ده او د هیڅ یوې ډلې تشدد به نه زغمل کیږي.

د انصاف وزارت په شارلټس ویل کې د پیښې د شهري حقونو تحقیقات شروع کړي دي چې په داسې وخت کولی شي کله چې پکې نسلي تعصب شوی وي.

په شارلټس ویل کې تشدد د سخت دریځه سپین پوستکو او د دوي د مخالفینو ترمنځ د جگړو په نتیجه کې شروع شو.سخت دریځه سپین پوستکو په ښار کې د جنرل رابرټ ايي لي د مجسمې د لرې کیدو خلاف احتجاج کولو چې ددوي مخالفین هم میدان ته راوتل.

جنرنل رابرټ ايي لي په سول وار کې د جنوبي ریاستونو یو اهم پوځي مشر و. د امریکې سول وار یا خانه جنگي د جنوبي او شمالي ریاستونو ترمنځ د غلامۍ په سر پیل شوی و. جنوبي ریاستونو د غلامۍ نظام برقرار ساتل غوښتل خوشمالي ریاستونه ددې مخالف وو. جنرل رابرټ ايي لي د جنوبي ریاستونو ځینې خلک یو اتل گڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG