لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په کلیز بجټ یا بودیجه کې بهرنی امداد کم کړی شوی.


د سپېنۍ مانړۍ لخوا د امریکا د نوي بودیجې یا بجټ خاکه وړاندې شوې چې پکې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دا خبره په ډاګه کړی، د امریکا پوځي بودیجه یا بجټ سوا کوي. او د دغه مقصد لپاره به د امریکا د خارجه وزارت، بهرنی امداد او ملګرو ملتونو ته ورکړی کیدونکې امریکايي مرستې به کمولی شي.

د ځنو څیړونکو په وینا په بهرني امداد کې دغه کمی به امریکا په سفارتي توګه مظبوطه کړي ځو ځني نور بیا د خارجه وزارت بودیجه کمولو او بهرني امداد کمولو غندنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو څانګو کارکونکي او د امریکا د سفارتونو کارکونکي دا مهال په بودیجه کې د کمښت سره اوس ځان برابروي.

دغه خبره د نړیوالو پراختیایې چارو کارپوه جیورج انګرام امریکا غږ ته کړې.ښاغلی جیورج وايي:(څه چې مونږ اورېدلې دي هغه ۳۰ فیصده کمښت دي. د بودیجې دفتر د ۳۷ فیصده کمولو غوښتنه کړې وه. خو بیا وزارت د ۳۷ فیصده کموالي مخالفت وکړ چې په لومړي کال کې دې دومره کموالي رامنځته نه شي بلکه باید په دریو کالو کې وشي چې اوسط به یې ۳۰ فیصده وي.)

د بشري حقونو او د بشري مرستو ادارې وايې ددغې نوې بودیجې اغیز به په نړي کې په کډوالو او نورو اړینو خلکو باندې ډیر بد وي.په امریکا کې د عفوې د نړیوالې ادارې یا امنیسټې انټرنشنل له ادارې څخه ایدوتي اکوي وايي: (مدنی ټولنې او د بشري حقونو ډلې د امریکا لخوا د ددوي لپاره د بودیجې په کموالي باندې انديښمن دي او وایې چې د امریکا لخوا د مرستو له بندیدو سره به لویه خلا رامنځته شي چې ورسره به بشري حقونو ته زیان ورسي.)

خو ځینې څیړونکي وایي چې د بهرنیو چارو وزارت کې ډیره بیروکراسي موجوده ده او له همدې امله دوی به حتی د بودیجې له کموالي هم ګټه واخلي. جیورج انګرام همدارنګه په ګانګرس کې په لوړې څوکۍ کار کړی. دی وايې کانګرس به د امریکا د بهرنیو مرستو او بهرنۍ ډپلوماسۍ په برخه کې د بودیجې دومره زیات کموالی ورسره وه نه مني:(مونږ تیره میاشت هم لیدلي وه چې د کانګرس دواړو خونو په بودیجې کې د دومره زیات کموالي سره مخالفت کړی وه نو ځکه داسې برېښې چې دا ځل به هم کانګرس ددې کموالي پرضد غږ پورته کړي.)

د امریکا د ډپلوماسې په برخه کې د بودیجې له دغه کموالي سره به د داعش په وړاندې جګړې ته هم زیان ورسیږي.یو جمهوري غوښتونکی سناتور لینزي ګراهام وایې: ( زه غواړم چې کمیټې پدې پوهه شي چې د بهرنیو چارو بودیجې کې کموالی به د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه ډیره متاثره کړي او داعش به د بودیجې پدې کموالي سره پوره خوشحاله کړو.)

په هر صورت د ولسمشر ټرمپ لخوا د نوې وړاندې شوې بودیجې پر سر به په کانګرس کې په راروانو میاشتو کې ډیر زیات تاوده بحثونه ترسره شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG