لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې په دولت اسلاميه د امريکې جنگي الوتکو بمباري کړې


د امريکې د محکمه دفاع وياند په ډاگه کړې چې د صدر اوباما د هداياتو په رڼا کې به امريکايي جنگي الوتکې د داعش پرضد حملو تر ته هغې وخت پورې دوام ورکوي ، تر څو چې د تندروه تنظيم جنگيالي د امريکې پوځونو او تنصيباتو دپاره خطره جوړ شوي وي .
د امريکې د محکمه دفاع وياند په ډاگه کړې چې د صدر اوباما د هداياتو په رڼا کې به امريکايي جنگي الوتکې د داعش پرضد حملو تر ته هغې وخت پورې دوام ورکوي ، تر څو چې د تندروه تنظيم جنگيالي د امريکې پوځونو او تنصيباتو دپاره خطره جوړ شوي وي .

د امريکې محکمه دفاع وئيلي ، چې د امريکې جنگي الوتکو د عراق په لوئيديز کې د کردستان په لرې پرته علاقه کې د سني تندروه ډلې داعش په توپ خانو باندې بمباري کړې ده .

د امريکې د محکمه دفاع پينټاگون د يو خبر ترمخه د جمعې په ورځ دوه امريکايي جنگي الوتکو د سني تندروؤ په يو ټرک او توپ خانه باندې ۵۰۰ پونډه وزني بم غورزولی دی .

د پينټاگون وياند ريئراېډمرل جان کربي يو بيان کې وئيلي ، چې د دولت اسلاميه في العراق و الشام (داعش ) د جنگيالو په هغه توپ خانه بمباري شوې ده ، کومه چې جنگيالو د عراق د نيمي خپلواکې علاقې کردستان د پلازميني اربل په حفاظت مامورو پوځي دستو باندې کارول کېده .

د وياند ترمخه جنگي الوتکې په خليج کې د ولاړې امريکايي بېړۍ څخه پورته کړی شوي ، او بمباري يې کړې ده .

د امريکا صدر باراک اوباما د زيارت په شپه سپينه ماڼۍ کې د يوې مطبوعاتي غونډې په مهال وئيلي ؤ ، چې د تندروه ډلې داعش د مخ نيوي دپاره عراق ته امريکا خپل پوځ نه ليږي ، خو که چري ضرورت پېښ شو نو د تندلارو په ضد هوايي حملې کېدی شي .

د امريکې د محکمه دفاع وياند په ډاگه کړې چې د صدر اوباما د هداياتو په رڼا کې به امريکايي جنگي الوتکې د داعش پرضد حملو تر ته هغې وخت پورې دوام ورکوي ، تر څو چې د تندروه تنظيم جنگيالي د امريکې پوځونو او تنصيباتو دپاره خطره جوړ شوي وي .

د سپينې ماڼۍ ترمخه د امريکې نائب صدر جوبائيډن هم د عراق صدر فواد معصم سره د ټيلي فون د لارې دعراق په حالاتو خبرې اترې کړي ، او د تندروؤ پرضد يې ورته د عملياتو کولو د امريکې د ملاتړ باور ورکړی دی .

د سپينې ماڼۍ نه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې د امريکې نائب صدر د عراق صدر سره خبرو اترو کې وئيلي ، چې داعش د ټول عراق دپاره يو رنگ خطره ده . او د دويې د مقابلې دپاره امريکا د عراق او د دغې ملک د ټولو وگړو سره څنگ په څنگ ولاړه ده .

بيان کې زياته کړی شوې ده ، چې د امريکې نائب صدر عراق کې په ائيني موده کې دننه د نوي حکومت جوړولو ، او داعش په مقابله کې د عراق د سيکيورټي فورسز د تيارولو دپاره د کوټلې منصوبې جوړولو په خبره زور رواړی دی .

له دې وړاندې امريکايي الوتکو د عراق په شمال لوئيديزه سيمه کې غرونو پناه اخيستونکو د زرگونو په شمېره کې هغو خلکو ته خوراکي امدادي سامانو غورزولي وو ، څوک چې روانه اوونۍ د داعش جنگيالو مخ په وړاندې تگ او په څو علاقو د قبضې څخه په علاقه پرېښودو مجبور شوي او تښتېدلي وو .

د امريکې د محکمه دفاع ترمخه الوتکو د سينجار په غرئيزه علاقه کې د زيارت په ماښام د امدادي سامانونو ۷۲ بنډلې لاندې غورزولې وې ، چې پکې د اته زرو خلکو دپاره خوراک او اوبو گېلنې موجودې وې .

راپورونه وايي د سينجار په علاقه کې پناه اخيستونکو کې د عراق د عيسائي لږکيو او يذيدي مذهب منونکو په زرگونو هغه خلک شامل دي . چا چې د داعش د ناڅاپه مخ په وړاندې تگ او د دغو علاقې د قبضې څخه خپل کورونه پرېښودي ، او په غرونو کې يې پناه اخيستې ده .

د داعش د جنگيالو د عراق په کردستان کې خپل فشار زيات کړی ، او د کرد پوځ د مقابلې وروستو يې څو سرحدي علاقو باندې قبضه کړې ده .

د کردستان حکومت د امريکې او نړيوالې ورورولۍ څخه د داعش د جنگيالو په ضد جهگړه کې د مرستې او د مختلفو علاقو نه پلازمينې اربل ته د کډه شوؤ خلکو د مرستې دپاره اپيل کړی دی .

په عېن حال کې د امريکې د هوابازۍ د انتظام ادارې اېف ای ای ټولو غېرپوځي الوتکو باندې د عراق په فضائي حدونو کې په پرواز کولو بندېز لگولی دی . د اېف ای ای ترمخه دغه بندېز په عراق کې د روانې وسله والې جهگړې او نښتو له کبله رامنځته کېدونکو حالاتو ته په کتو لگول شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG