لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو بند نه ازاد شوي امریکايي عسکر بو برگډال د تښتیدو اعتراف کړی


بو برگډال د پوځي عدالت څخه بیرته روان دی
بو برگډال د پوځي عدالت څخه بیرته روان دی

د امریکې د پوځ عسکر بوبرگډال چې طالبانو د خپلو قیدیانو د ازادۍ په بدل کې خوشی کړی و ددې جرم اعتراف یې کړی چې د خپلې دندې نه تښتیدلی و او د خپلو همکارانو ژوند یې د خطر سره مخامخ کړی و.

سارجنټ بو برگډال د گل، دوشنبې، په ورځ د نارت کیرولاینه ریاست په فورټ بریگ پوځي مرکز کې پوځي عدالت ته وړاندې شوی و.

د عدالت په کاروايي کې هغه ومنله چې د افغانستان په یوه لرې پرته سیمه کې د خپلې چوکۍ څخه تښتیدلی و او د دښمن پر وړاندې یې بدچلن کړی و. په دې الزاماتو برگډال ته د عمر قید سزا ورکړی کیدی شي.

طالبانو برگډال په افغانستان کې په کال ٢٠٠٩ کې نیولی و.

د امریکې د ايي ډاهو ریاست سره تعلق لرونکي بوبرگډال ددې نه وړاندې ویلي وو چې په خپله یونټ کې موجودو مسلو ته د افسرانو توجه راگرځولو لپاره یې خپل پوسټ پریښودی و.

په کال ٢٠١۴ کې طالبانو بوبرگډال د گوانټانامو بې کیوبا په زندان کې د خپلو پنځو مشرانو د ازادۍ په بدل کې راخلاص کړو.

طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې په سر د هغه وخت د امریکې صدر براک اوباما د سخت تنقید ښکار شوی و. د هغه وخت د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ غړو وویل چې د قیدیانو تبادلې د امریکې قامي مفادات په خطر کې اچولې دي. او ډانلډ ټرمپ چې هغه وخت صدر نه و منتخب شوی برگډال د "غدار" په نوم یادولو چې د هغه د مرگ سزا حقدار دی.

تیرکال د یو برطانوي فلسماز سره مرکه کې برگډال ویلي چې د صدر ټرمپ د وینا په ترڅ کې د منصفانه مقدمې توقع نه لري.

د مقدمې د شروع کیدو نه وړاندې د پوځ ترجمان وایس اف امریکا ته ویلي پوځ به په مقدمه کې د انصاف او د غیر جانبدارۍ پام ساتي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG