لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کېري : منځني ختيز کې دتل دپاره امن په ځاې کېدی شي


په دغې موقع د امريکې خارجه وزير د خپل ملک لخوا د غزې دپاره د ۲۱ کرړوه او شل لاکه ډالرو د مرستې ورکولو اعلان هم وکړو .
په دغې موقع د امريکې خارجه وزير د خپل ملک لخوا د غزې دپاره د ۲۱ کرړوه او شل لاکه ډالرو د مرستې ورکولو اعلان هم وکړو .

د امريکې خارجه وزير جان کېري منځني ختيز کې د امنيت په ځايي کېدو دپاره د نوي عزم په خبره زور راړوی او وئيلي يي دي ، چې د اسرائيل او فلسطين ترمينځ د امن دپاره تل پاتې کېدونکې لوظنامه کېدی شي .

د مصر په پلازمينه قاهره کې د اتوار په ورځ د غزې د بيا رغونې دپاره رابلل شوې مرستندويه غونډې ته په وينا کې جان کېري ووئيل ، چې دا غونډه يواځې د مالي مرستو وعدو ته اړتيا نه لري ، بلکې د اسرائيل ، فلسطين او سيمې د خلکو د غوښتنو په رڼا کې به هر چاته د امن دپاره د عزم څرگندونه کول وي .

نوموړي ووئيل ، چې په دغې لړ کې هغه د امريکې د صدر باراک اوباما لخوا د پوره عزم باور ورکوي . جان کېري زياته کړه ، له دې نه علاوه چې هر څه کيږي هغه به د تل دپاره نا بلکې عارضي يا وقتي وي .

په دغې موقع د امريکې خارجه وزير د خپل ملک لخوا د غزې دپاره د ۲۱ کرړوه او شل لاکه ډالرو د مرستې ورکولو اعلان هم وکړو .

د فلسطين محمود عباس په قاهره کې روانې غونډې ته په وينا کې وئيلي چې د غزې د بيا رغونې دپاره د څلورو اربو ډالرو ضرورت دی .

نوموړي زياته کړې د غونډې په نتيجه کې ترلاسه کېدونکي مالي مرستې به د غزې د بيا رغونې دپاره په سوتره طريقه کارولی شي .

د روان کال د اپرېل په مياشت کې د امريکې په هڅو د اسرائيل او فلسطين ترمينځ د امن خبرې هغه وخت د ځنډ ښکار شوې وې ، کله چې اسرائيل د فلسطين په حکومت حماس سره په لوظنامه کولو نيوکې وکړې ، او فلسطين د يهودي علاقو په ابادولو سوالونه راپورته کړل .

د جولائي په مياشت کې د اسرائيل او حماس ترمينځ پېل شوې جگړه چې نزدې ۵۰ ورځې روانه وه ، په نتيجه کې يي د ۲۱۰۰ نه زيات کسان وژل شوي وو . او په دغې جگړه کې د غزه د پټۍ بېلابيلي علاقې په مکمله توگه تباه شوې وې .

بل لور ته د اسرائيل او حماس ترمينځ د جگړې په ختمولو کې مهم رول لوبوؤنکي د مصر صدرعبدالفتاح السيسي په دې خبره زور راوړی ، چې د غزې د بيا رغونې په هلوځلو کې به د حماس کوم مهم کردار نه وي .

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG