لاس رسیدونکی لینک

د ترهگرۍ په الزام د بن لادن زم مجرم گرځول شوی دی


ابو غېث د القاعده وړمبی لوړ رتبه غړی دی د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د میاشت د ١١ نیټې حملو ورسته پرې په امریکا کې دننه مقدمه چلول شوي ده. د کال ٢٠٠١ په حملو کې شا او خوا ٣٠٠٠ خلک وژل شوي دي
د امریکا یو عدالت د القاعده د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن زم د امریکایانو د وژلو په سازش او القاعده دپاره د شعله بیان تقریرونو په سر مجرم گرځولی دی.
سلیمان ابو غېث د شورو په ورځ د نیویارک یو عدالت په دریو الزاماتو مجرم وگرځولو. هغه ته به سزا د سپټمبر په میاشت کې اورل کیږي او په ممکنه توگه د عمر قید سره مخ کیدی شي خو د هغه وکیلان وايي د عدالتي فیصلې خلاف به اپیل کوي.
ابو غېث د القاعده وړمبی لوړ رتبه غړی دی د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د میاشت د ١١ نیټې حملو ورسته پرې په امریکا کې دننه مقدمه چلول شوي ده. د کال ٢٠٠١ په حملو کې شا او خوا ٣٠٠٠ خلک وژل شوي دي.
د عدالت جیوري یا فیصله کونکو ته د کال ٢٠٠١ د اکتوبر د میاشت یو وډیو ښودل شوی وو چې پکې ابو غېث اوسامه بن لادن سره ناست لیدل کیږي او وايي "د جهازونو طوفان به نه ودریږي."
ابو غېث تیرکال اردن کې د نیول کیدو ورسته مقدمې دپاره نیویارک ته منقتل کړی شوی وو. هغه خپله دفاع کې فعاله برخه اخېستې وه او ددې خبرې تردید يي کو چې القاعده کې يي خلک نه دې بهرتي کړې. هغه به ویل چې د هغه ذمه واري د یو مذهبي مشر په توگه وه چې مسلمانانو ته به يي د زورونکو خلاف د راپورته کیدو حوصله ورکوله.
اوسامه بن لادن کال ٢٠١١ کې د خصوصي امریکائي ځواکونو په کاروائي کې د پاکستان په پوځي ښار ایبټ آباد کې وژل شوی دی.
XS
SM
MD
LG