لاس رسیدونکی لینک

د داعش مشر ابوبکر البغدادي د مرگ گنگوسې


ابوبکر البغدادي

د البغدادي د مرگ په اړه ورستی رپورټ د خالي، شنبې، په ورځ د شام په حکومتي ټیلي وژن نشر شو چې ډیر په تندۍ خوریږي.

د شام حکومتی ټیلي وژن په خپل یو رپورټ کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د مرگ خبر نشر کړی خو امریکايي پوځي مامورینو د دغه خبر تصدیق نه دی کړی او بې پلوه سرچینې هم دغه رپورټ ته د شک په نظر ګوري.

د البغدادي د مرگ رپورټونه ددې نه وړاندې هم څو وارې مخې ته راغلي خو بیا بې بنیاده ثابت شوي دي.

ویل کیږي چې د البغدادي د مرگ په اړه ورستی رپورټ د خالي، شنبې، په ورځ د شام په حکومتي ټیلي وژن نشر شو چې ډیر په تندۍ خوریږي.

خو د برطانيي خبري ادارې بي بي سي ویلي د ادارې د مطبوعاتو د څارنې څانگې یا مانیټرنگ نه خو د شام په ټیلي وژن او نه د شام په حکومتي خبري ادارې، صنعا د البغدادي د مرگ خبر لیدلی دی.

د امریکې پوځي مامورینو ویلي داسې معلومات نه لري چې په بنیاد يي د البغدادي د مرگ خبرې تصدیق او یا يي تردید وکړی شي.

د امریکې د دفاع وزارت ترجمانې وي او ای ته ویلي د البغدادي د مرگ د خبرونو په اړه ترې پوښتنې شوي خو نه ددې تصدیق او نه يي ردونه کولی شي.

په برطانیه کې میشته د شام د انساني حقونو ادارې سیرین ابزرویټري فار هیومن رایټس په رقه کې په ورستۍ ورځو کې د سختې هوايي بمبارۍ تصدیق کړی دی.

د امریکې په مشرۍ کې اتحادي ځواکونو د تیرې هفتې راهسې داعش خلاف عملیات پیل کړي دي.

سیمې نه رپورټونه وايي د عماق په نوم د داعش خبرې ادارې یو تن د مړي تصویر ښودلی چې ویل کیږي دغه تن البغدادي دی.

خو د برطانيي سکاټسمین ورځپاڼې د مایکل سمت په نوم د یو څیړنکار په ټویټر پیغام چاپ کړی چې وايي هغه د مړي دغه تصویر لیدلی خو گمان نه کوي چې گنې دا د البغدادي دی.

د شام رقه ښار دداعش مرکز گڼلی کیږي.

XS
SM
MD
LG