لاس رسیدونکی لینک

عراق : موصل ډېم سره نزدې د امريکې د جنگي الوتکو بمباري


د عراق او کرد ځواکونو لخوا په علاقه کې هڅې روانې دي ، چې د موصل ډېم کوم چې په دريايې دجله باندې د عراق تر ټولو لويې ډېم دی ، د تندروه ډلې د جنگيالو قبضه ختمه کړي .

د عراق په شمال کې د اربيل ښار او يو حساس ډېم (موصل ډېم ) سره نزدې د امريکې جنگي الوتکو د دولت اسلاميه د جنگيالو په ضد بمباري کړې ، او چارواکو ادعا کړې ، چې بمبارۍ کې يې د تندروه ډلې د جنگيالو يو شمېر گاډي تباه کړي دي .

د امريکايي پوځي چارواکو په وينا ، عراق کې د دولت اسلاميه د جنگيالو په ضد جهگړه کې د امريکې ځواکونه د عراق د پوځ مرستې کوي . او تازه فضائي بمبارۍ کې د امريکې جنگي الوتکو په تندروه جنگيالو باندې د اېف ای ـ ۱۸ الوتکو او ډرون د لارې نهه حملې کړي دي .

د عراق او کرد ځواکونو لخوا په علاقه کې هڅې روانې دي ، چې د موصل ډېم کوم چې په دريايې دجله باندې د عراق تر ټولو لويې ډېم دی ، د تندروه ډلې د جنگيالو قبضه ختمه کړي .

د امريکې د جنگې الوتکو لخوا په دولت اسلاميه دغه حملې په داسې مهال شوي ، چې د عراق او کرد مشرانو د جرمني او يورپي يونين سره د نورو ملکونو څخه د وسلې او امدادي سامانونو غوښتنه کړې ده .

راپورونه د عېني شاهدينو د قوله وايي ، د دولت اسلاميه جنگيالو د شمالي عراق په کوچو نومې کلي باندې حملې کړي ، او ۸۰ اولسي وگړي يې وژلي دي . راپورونه وايي په وژل شوؤ کې د زياترو تعلق د کم شمېره يزيدي ډلې سره دی .

د دولت اسلاميه جنگيالو د جون په مياشت کې شمالي عراق کې د حملو وروستو په يوه لويه علاقه قبضه کړې ، او راپورونه وايي په د غېرسنيانو قتل عام يې کړی دی ، چې له امله يې په زرگونو خلکو د علاقې څخه کډې کړي دي . او د کال ۲۰۱۱م وروستو د امريکايي ځواکونو د وتلو نه پس دا لمړی ځل دی ، چې امريکايي پوځ په علاقه باندې فضايي بمباري کړې ده .

امريکايي چارواکي وايي روانه اوونۍ کې د فضايي حملو يو مقصد د يزيدي فرقې د هغو خلکو وژنې ودرول دي ، چا چې د سينجار په غرونو کې پناه اخيستې ده .

اېسوسي اېټډ پرېس د موصل ډېم سره د نزدې ځايي خلکو د قوله وايي ، په علاقه کې فضايي بمباري شوې ، خو دا نه ده مالومه چې امريکايي ځواکونو کړې ، کنه عراقي . تندروه وسله والو موصل ډېم د اگست په اوومه نېټه خپله ولقه کې اخستې دی .

XS
SM
MD
LG