لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې پخوانی مسلمان پولیس افسر: هیواد د اینده په اړه پراعتماد نه یم


د نیویارک په جی ایف کی هوايي اډه باندې د یوې نیمې گنټې دپاره د ایسارول کیدو ورسته د امریکې یو پخواني مسلمان پولیس افسر وايي خپل ځان غیرمحفوظ گڼي او د یو داسې هیواد د اینده په اړه پراعتماد نه دی چې په یو وخت کې يي عظمت ترلاسه کړی و.

حسن ادن د لسو کلونو په عمر کې د امریکې شهریت ترلاسه کړی و. د پلار تعلق يي د صومالیه او د مور تعلق يي د اټلي هیواد سره و.

د مارچ د میاشت په ١٣ مه نیټه د پیرس نه بیرته د رارسیدلو سره سم په هوايي اډه د کسټم نه تیریدو چې مامورینو یو خوا ته کړو. یو افسر ورته وویل چې نوم يي د یو داسې تن د تخلص په رنگ دی چې د سفري بندیزونو په فهرست کې شامل دی. حسن ادن ته وویل شو چې د هغه په باره کې یوې بلې محکمې نه د تپوس ورسته به ورته د تگ اجازت ورکړی شي.

په فیس بک په خپله پاڼه باندې حسن ادن لیکلې چې هغه ناست وو او لیدل يي چې د ٢٥ هیوادونو څخه د راتلونکو خلکو پاسپورټونه به د پنځو منټو دپاره وکتلی شول او بیا به ورته د هوايي اډې نه د بهر وتلو اجازت وکړی شو او کله چې هغه د ایسارول کیدو په اړه شکایت وکړو نو ورته وویل شو چې په حراست کې نه دی اخیستل شوی.

په فیس بک هغه څه داسې لیکلې: "زه په یوه کوټه کې ووم. خپل موبایل ته مې رسايي نه لرله چې خپلې ښځې او کورنۍ ته مې ویلی وی چې څه روان دي، ځما پاسپورټ ددوي سره و او حرکت مې د یوې کرسۍ پورې محدود و او بیا هم دوي وايي چې زه گرفتار نه ووم."

ادن وايي د قانون نافذ کونکې یو پخواني افسر په حيث هغه ته معلومه ده چې تفتیش دپاره مناسب گرفتاري څه رنگ وي خو اوس دا تشویش لري چې آیا د کسټمز انیډ بارډر کنټرول دپاره د خلکو ویرول غو گرفتاري نوی کار دی.

کسټمز اینډ بارډر کنټرول یا سي بي پي ویلي په انفرادي معاملې تبصره نه کوي.

د امریکې په هوایي اډو د بهر نه راغلو خلکو سره د امنیتي ادارو د سلوک او رویي په اړه نن سبا توجه زیاته شوي ده. ددې پس منظر د صدر ډانلډ ټرمپ اول د اووه هیوادونو، ایران، عراق، صومالیه، لیبیا، سوډان، یمن او شام، څخه د خلکو په راتگ پابندي لگول وو. عدالتونو د صدر ټرمپ په دغه حکمنامه پابندي ولگوله. دا میاشت د صدر ټرمپ د نوي حکمنامې د عراق نوم لرې کړی شو. عدالت نوي حکمنامه هم ځنډولې ده.

صدر ټرمپ ویلي دغه اقدامات امریکې د سلامیته دپاره ضروري وو.

هم دا میاشت د باکسنگ مشهور لوبغاړي محمد علي زوي محمد علي جونیر هم وویل په دوه هوايي اډو باندې ایسار کړی شوی و او پوښتنې ترې شوي وې.

د فلوریډا ریاست په یوه هوايي اډه محمد علي جونیر وايي د هغه نه په وار وار دا پوښتنه کیدله چې "چې دا نوم دې د کوم ځای اخستلی؟ او دا چې "ایا ته مسلمان یي."

هغه وايي په اول ځل د ایسارول کیدو حال يي کانگرس نه بیان کړی و او په دویم ځل کانگرس ته د حال ورکولو نه پس ودرول شوی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG