لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د امریکې د اوږد جنگ ١٦ م کال، کامیابۍ او مسایل څنگ په څنگ دي


جان ساپ کو، سپیشل انسکپټر جنرل فار افغانستان ریکنسټرکشن، سیگر، په نوم افغانستان د بیا ودانولو دپاره د امریکې د حکومت ادارې مشر
جان ساپ کو، سپیشل انسکپټر جنرل فار افغانستان ریکنسټرکشن، سیگر، په نوم افغانستان د بیا ودانولو دپاره د امریکې د حکومت ادارې مشر

په افغانستان کې د امریکې د تاریخ تر ټولو اوږد جنگ په ١٦ م کال کې داخل شوی دی او په دې موده کې که یوا خوا په جنگ ځپلي هیواد کې کامیابۍ ترلاسه شوي دي نو بلخوا ځینې سنگین مسایل لا اوس هم وجود لري.

افغانستان د "خونړي" جنگ په گرفت کې دی او د طالبانو او د حکومت مخالف نورو مسلح ډلو خلاف جگړه کې د افغان امینتي ځواکونو تلفات مخ په زیاتیدو دي. د سږ کال په وړمبو شپږو هفتو کې ٨٠٧ افغان عسکر وژل شوي دي. هم دغه رنگ ملکي کسانو د زیان کچه هم لوړه وه.

دا خبرې افغانستان د بیا ودانولو دپاره د سپیشل انسکپټر جنرل فار افغانستان ریکنسټرکشن، سیگر، په نوم د امریکې د حکومت ادارې د کال ٢٠١٧ د وړمبو څلورو میاشتو په اړه په خپل رپورټ کې کړې دي. اداره هر څلور میاشتې پس کانگرس ته دغه رپورټ وړاندې کوي.

د رپورټ ځینې اهم ټکي څه داسې دي:

په کال ٢٠١٧ کې د امریکې وړمبی عسکر په مشرقي افغانستان کې دداعش خلاف جگړه کې ووژل شو. داعش افغانستان او پاکستان دپاره خپلې څانگې ته د داعش خراسان صوبې نوم ورکړی دی.

د امریکې تر ټولو اوږد جنگ په ١٦ م کال کې داخل شوی دی چې مقصد يي دا خبره یقیني کول دي چې د افغانستان خاوره دې بیا کله د امریکې خلاف حملو دپاره استعمال نشي.

د جگړي تر څنگ افغانستان د بیا ودانولو کوښښونه هم جاري دي چې تر دا وخت يي د امریکې د کانگرس نه منظوري شوي ١١٧ ارب ډالر جزب کړي دي.

د امریکې او د نورو نړي والو مرستندویه ادارو په کومک افغانستان یو څه پرمختگ کړی دی. د افغانستان پوځ او د پولیس په شمیره کې اضافه شوي ده او د هیواد د امنیت ذمه وارۍ يي په غاړه اخیستې دي او خپل موثره رول يي ښکاره کړی دی. د صحت د خیرښیگړې نظام کې بهتري شوي ده او له امله يي د ماشومانو په مرگونو کموالی او د ولس په اوسط عمر کې اضافه شوي ده. د سکولونو په جوړیدو او د طالب علمانو په داخلو کې هم اضافه شوي او په ټولنه کې د میرمنو حیثت ښه شوی دی. صدر اشرف غني او اجرايي ریئس عبدالله عبدالله اداري فساد ختمولو دپاره په شخصي توگه د هلو ځلو ‏ژمنه کړې ده.

"خو وس هم سنگین مسایل وجود لري،" رپورټ وايي. د حکومت خلاف خطرناک بغاوت دوام لري او د ابادۍ دریمه برخه یا خو د طالبانو د قابو دلاندې ده او یا پرې اثر لري.

درانه تلفات د افغان عسکرو او پولیس صلاحیت کمزوری کوي. "د افیمو پیداوار په ریکارډ کچه ولاړ دی. اداري فساد د قامي ژوند هر اړخ ته رسیدلی دی،" رپورټ وايی. رپورټ وايي هم دغه رنگ د قانون رسايي کمه ده، په هیواد کې د سرمایه کارۍ په لار کې خنډان موجود دي او په اقتصاد کې د جمود په مهال بې روزگاري زیاته شوي ده."

ددې مسایلو د مخنیوي دپاره به کوښښونه هم په مستقل ډول جاري وي.

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه ددې جوگه شوي دي چې طالبان په ولایتي مرکزونو قبضه ونه کړي، د بې امنۍ پیښې او په نښتو کې اضافه شوي ده او ددې ترڅنگ ملکي کسانو ته تلفات هم زیات شوي دي. وسله والو په کلي والو سیمو کې ډیرې علاقې نیولي دي. د سږ کال په وړمبو څلورو میاشتو کې په هلمند، ننگرهار، کندهار، کونړ او په غزني کې په جگړو کې زیاتوالی راغلی و.

هم په دې وخت کې په افغانستان کې د روس په لاس وهنه کې اضافه ښکاریده. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن د ډسمبر په دویمه نیټه خپله وینا کې وویل روس، ایران او پاکستان داسې قوتونه دي چې په افغانستان کې د باغیانو او یا د ترهگر ډلو ملاتړ کوي. هغه وویل روس طالبانو ته قانونیت ورکوي او دا رنگ په افغانستان کې ثبات دپاره د افغان حکومت او د نیټو کوښښونه کمزوري کوي.

د مارچ په ٣١ مه نیټه د امریکې ددفاع وزیر جیمز میټس هم طالبانو سره د روس د روابطو په موضوع د خپلو خیالاتو اظهار وکړو او وې ویل په دې پړاو لا نشي ویلی چې ایا روس طالبانو ته وسله هم ورکوي او که نا "خو د هغوي (روسانو) څه غرض دی، د هغوي د ورستیو هلو ځلو په رڼا کې ویل کیدی شي چې دا د تشویش خبره ده."

د امریکې بلومبرگ خبري ادارې سره په یوه مرکه کې افغانستان دپاره د روس خصوصي استازي ضمیر کابلوو وویل "طالبانو نړي وال جهاد نه لاس اخیستی او اوس یو قامي طاقت دی." هغه زیاته کړه چې طالبان په جایزه توگه په افغانستان کې د خارجي ځواکونو مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG