لاس رسیدونکی لینک

امریکې ددفاع وزیر افغانستان کې د اضافي عسکرو امر لاس لیک کړو


د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پینټگان یا د امریکې په دفاع وزارت کې خبریالانو سره خبرو اترو کې جیم میټس وویل اضافي امریکايي عسکر به د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو خلاف په موثره ډول جنگیدو کې د افغان ځواکونو مشاورت کوي

د امریکې ددفاع وزیر جیم میټس ویلي په افغانستان کې د اضافي امریکايي عسکرو پرځای کولو دپاره يې حکمنامه لاس لیک کړه.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پینټگان یا د امریکې په دفاع وزارت کې خبریالانو سره خبرو اترو کې جیم میټس وویل اضافي امریکايي عسکر به د طالبانو او د نورو وسله والو ډلو خلاف په موثره ډول جنگیدو کې د افغان ځواکونو مشاورت کوي.

په افغانستان کې د اضافي عسکرو اعلان په داسې حال کې وشو چې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا دپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره اعلان کړې ده.

په دغه تگ لاره کې صدر ټرمپ په افغانستان کې د وسله والو ډلو خلاف د جنگ تندولو او هلته تر دا نامعلومه وخت پورې د امریکايي ځواکونو پرځای ساتلو خبره کړې ده. ددې ترڅنگ هغه په پاکستان هم د فشار زیاتولو لوظ کړی دی چې دا رنگ پاکستان په خپله خاوره تندلارو ته د پناه ورکولو نه لاس په سر شي.

په عین حال کې پینټگان ویلي تازه اندازې ښايي دا وخت په افغانستان کې ١١٠٠٠ امریکايي عسکر موجود دي. وزارت وايي وړاندې ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره ٨۴٠٠ ده.

د اگست په ٢٠ مه نیټه افغانستان دپاره د خپلې تگ لارې د اعلانولو په وخت صدر ټرمپ ویلي وو چې نه خو به په افغانستان کې د عسکرو د شمیرې او نه به يي د انخلا د وخت په اړه خبره کوي.

ددفاع وزیر جیم میټس وویل افغانستان کې د اضافي عسکرو امر يې لاس کړی دی خو دا لا مکمل شوی نه دی. هغه وویل په دې اړه به نور تفصیل کانگرس د خبرولو او د حکمنامې د پوره کولو ورسته وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG