لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېلرسن: امریکا په افغانستان کې د امن او سېمه کې د ترهگرو پناه ځایونه ختمول غواړي


 د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان ناڅاپې سفر وکړو او په کابل کې یې د افغان صدر اشرف غني سره په هیواد کې د امن او ثبات په موضوع خبرې اترې وکړې
د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان ناڅاپې سفر وکړو او په کابل کې یې د افغان صدر اشرف غني سره په هیواد کې د امن او ثبات په موضوع خبرې اترې وکړې

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان ناڅاپې سفر وکړو او په کابل کې یې د افغان صدر اشرف غني سره په هیواد کې د امن او ثبات په موضوع خبرې اترې وکړې او وې ویل په افغانستان کې د امن او په سېمه کې د وسله والو پناه ځایونه د ختمولو لپاره به امریکا د اوږدې مودې دپاره د افغانستان ملاتړ کوي.

د صدر اشرف غني سره د رېکس ټېلرسن د ملاقات په اړه په کابل کې د امریکې سفارتخانې بیان وايي ښاغلي ټېلرسن دا خبره واضحه کړه چې د جنوبي ایشیا لپاره د امریکې د نوي تگلارې ترمخه امریکا به د افغان حکومت او په سېمه کې د نورو اتحادیانو سره په افغانستان کې د امن او ثبات او په سېمه کې د وسله والو پناه ځایونه لمنځه وړلو لپاره د اوږدې مودې دپاره کومک کوي.

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د افغانستان سفر
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:14 0:00

ښاغلي ټېلرسن وویل په سېمه میشته د "ترهگرو پناه ځایونه" نه یوازې ددې سېمې بلکې د نړۍ لپاره خطر راولاړوي.

افغان صدر اشرف غني په دې موقع وویل افغانستان د جنوبي ایشیا لپاره د امریکې د نوي تگلارې حمایت کوي او د افغانانو د خیرښیگړې لپاره به په حکومت کې اصلاحات کوي.

ټاکل شوي ده چې رېکس ټېلرسن به نهې، د سه شنبې، په ورځ د پاکستان دوره کوي.

د اگست په میاشت کې د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا لپاره د خپل حکومت نوي تگلاره د اعلانولو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ په خصوصي توگه د پاکستان ذکر کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ خپل پخوانی دریځ دلاسه ورکړي او په خپله خاوره دې د ترهگرو ځالې ختمې کړي.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیرو وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او حقاني ډله نه یوازې په پاکستان کې میشته دي بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې ورسره روابط هم لري.

پاکستان د هیواد په خاوره د طالبان د موجودگۍ او د حقاني ډلې سره د روابطو خبره ردوي. پاکستاني مامورینو د افغانستان لپاره د صدر ټرمپ په نوي تگلاره هم ټکونه کړي دي او وايي دا په جنگ ځپلې هیواد کې جگړې ته دوام ورکوي او پاکستان د افغانستان جنگ خپلې خاروې ته نشي راوړی.

د افغانستان لپاره د نوي تگلارې په لړ کې صدر ټرمپ ویلي د تگلارې هدف دا خبره یقیني کول دې چې ترهگر یو وارې بیا د افغانستان څخه د امریکې قامي سلامتیه او د نړۍ د امن لپاره خطرات راولاړ نکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG