لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: ټېلرسن کابل کې و او کابل کې نه و


Tillerson Ghan Arg Photo
Tillerson Ghan Arg Photo

د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن د گل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان ناڅاپي سفر وکړو او د افغان صدر اشرف غني سره يی ولیدل.

تر دې پورې خو دا خبر صحیح دی.

خو د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي مسله د صدر اشرف غني او رېکس ټېلرسن د ملاقات په اړ په هغه جدا جدا تصویرونو کې ده چې د افغان صدر دفتر او په کابل کې د امریکې سفارتخانې شائع کړي دي.

د ارگ تصویر
د ارگ تصویر

د ارگ په تصویر کې لیدل کیږي چې د صدر اشرف غنی او رېکس ټېلرسن د لیده کاته په وخت د دوي په شا په یوال گړیال او د اور د لگیدو د خبرداري الا نه ښکاري خو د امرېکې سفارت چې کوم تصویر شائع کړی دی په دې کې په دیوال گړیال او هم د اور الا په نظر راځي.

په کابل کې د امریکايي سفارت تصویر
په کابل کې د امریکايي سفارت تصویر

نیویارک ټایمز وايي د یوې موقعې دغه دوه تصویران دا خبره په ډاگه کوي چې صدر اشرف غني د رېکس ټېلرسن سره د ارگ پرځای په حقیقت کې په باگرام هوايي اډه کې ملاقات وکړو. د ارگ او د باگرام د امریکې پوځي مرکز ترمنځ د ٦٠ ؤ کلومیټرو نه زیاته فاصله ده.

نو ځکه ورځپاڼه وايي "دا کابل و او کابل نه و. هلته گړیال و او گړیال نه و."

د رېکس ټېلرسن سره د افغان صدر د ملاقات په اړه د صدر اشرف غني د دفتر ویب پاڼې وویل چې اشرف غني د گل، دوشنبې، په ورځ د غرمې له مخکې د ریکس ټېلرسن سره وکتل.

"په دې کتنه کې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او د جمهوري ریاست عالی مقام د دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي حضور درلود، جمهوررئیس غني د امریکا بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه،" د ارگ ویب پاڼه وايي خو دا یې نه ده واضحه کړي چې افغان مامورینو په کوم مقام د امریکايي وزیر هرکلی وکړو.

نیویارک ټایمز وايي ارگ د تصویر نه گړیال او د اور د خبرداري الا ځکه لرې کړه چې ترې دا اندازه ونشي چې د رېکس ټېلرسن او د صدر اشرف غني کتل په امریکايي مرکز کې وشول.

نیویارک ټایمز ویلي د صدر اشرف غني د دفتر نه یې په عکس کې د بدولون په اړه د تبصرې غوښتنه کړي وه خو په سمدستي توگه يې څه جواب ترلاسه نه کړی شو.

د کمپیوټر ساینس یو ماهر نیویارک ټایمز ته ویلي په دې کې هیڅ شک نشته چې په دغه تصوېرکې بدولون شوی دی او زیات امکان دا دی چې دغه بدلون د "فوټوشاپ" نومې سافټ ویر په زریعه شوی.

نیویارک ټایمز په خپل رپورټ کې ویلي د طالبانو د موجودگۍ په سبب د ټېلرسن غوندې اعلا شخصیت د سفر په مهال د امنیت په اړه تشویش ځای نېسي ځکه چې تیره میاشت افغانستان ته د امریکې ددفاع وزیر جم میټس د دورې په مهال د کابل هوایي اډې شا او خوا کې د ٥٠ نه زیاتې راکټې غورځیدلی وې.

خو ورځپاڼه زیاتوي چې ډیر افغانان دا گڼي چې افغان ولس او د افغانستان نړي والو همکارانو ته د مثبت حقایقو ښودلو لپاره افغان حکومت په دغه تصویر کې بدولون کړی و.

رپورټ وايي که څه هم په عامه توگه تصویر کې بدولون څه نوي خبره نه ده خو افغان حکومت ددې نه وړاندې هم د حقیقت د بدلولو کوښښ کړی دی. خبر وايي په یوه موقع کله چې طالبانو د یوې ولسوالۍ مرکز ونیولو نو حکومت د مقامي انتظاميي دفتر بلې سېمې ته منتقل کړو چې دا خبره کولی شي چې گڼې طالبانو په ولسوالۍ قبضه نه ده کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG