لاس رسیدونکی لینک

گوانټانامو نه ازاد شوي طالب مشران څوک دي؟


طالبانو امریکائي عسکر بوو برگډال امریکائي چارواکو ته د سپارلو وډیو نشر کړ چې ښائي امریکائي ځواکونه په یو هیلې کاپټر کې راځي او د وسله والو طالبانو په ولکه کې برگډال هیلې کاپټر ته خیږوي
طالبانو امریکائي عسکر بوو برگډال امریکائي چارواکو ته د سپارلو وډیو نشر کړ چې ښائي امریکائي ځواکونه په یو هیلې کاپټر کې راځي او د وسله والو طالبانو په ولکه کې برگډال هیلې کاپټر ته خیږوي.
په وډیو اواز وايي برگډال د خوست ولایت د علي شیر ولسوالۍ په بټۍ سېمه کې امریکائي چارواکو ته سپارلی کیږي.
په وډیو په پښتو ‏ژبه کې اواز د هغه پنځه طالب مشرانو پیژندگلو هم کوي چې د برگډال د ازادۍ په تبادله کې د امریکې گوانټانامو بی، کیوبا، زندان نه خلاص کړی شوي دي.
د امریکې سرښار واشنگټن ډې سي نه خوریدونکې واشنگټن پوسټ ورځپاني هم د طالب مشرانو د پس منظر په هکله معلومات خواره کړې دي.
لاندینۍ کرښي د طالب مشرانو پیژندگلو کوي او مختصر پس منظر يي بیانوي:
ازاد کړی شوي طالب مشران څوک دي؟
قاري ملا محمد فاضل مظلوم: د طالبانو په وخت کې لوې درستیز یا د پوځ مشر وو.
واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وايي د فاضل مظلوم په هکله ویل کیږي د کال ١٩٩٨ او کال ٢٠٠١ تر مینځه موده کې ي کابل سره نزدې د زرگونو په شمیره کې د شیعه مسلک خلکو د وژنې په شخصي توگه سرپرستي کړې وه. د هغه د گوانټانامو فائیل ښائي هغه په کال ٢٠٠١ کې زندان کې د بغاوت په موقع موجود وو چې له امله يي د امریکې استخباراتي ادارې سي ائي ای کارکونکی جاني مائیکل سپین وژل شوی وو. هغه د افغان جنگ د امریکې وړمبی جاني نقصان وو.
د گوانټانامو معلومات وايي که چرې ازاد کړی شو نو قاري ملا محمد فاضل مظلوم به بیا د طالبانو په صف کې ورشامل شي او په جگړې په لاس پورې کړي.
واشنگټن پوسټ وايي فاضل د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې د شمالي اتحاد یو قوماندان ته ځان وسپارلو او میاشت ورستو هغه امریکائي چارواکو په ولکه کې ورکړی شو.
مولوي نورالله نوري: د طالبانو د بلخ والي او د شمالي سېمو تنظیمي رئیس.
د واشنگټن پوسټ د رپورټ ترمخه، مولوي نورالله نوري په گڼ شمیر ولایتونو کې والي پاتې شوی وو او په هکله يي ویل کیږي د شیعه گانو په قتل عام کې هم ککړ وو. د هغه په هکله گوانټانامو کې پراته معلومات ښائي "هغه اوس هم اهمه څیره ده او د اشغالگرۍ حوصله افزائي يي جاري ساتلې ده."
لکه د ملا محدم فاضل په رنگ هغه هم د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې د شمالي اتحاد یو قوماندان ته خپل ځان سپارلی وو.
ملا خیرالله خیرخواه: د کورنیو چارو وزیر، د هرات گورنر یا والي او د جنوب غرب سېمو تنظیمي رئیس وو.
په کال ٢٠٠٢ پاکستاني سرحدي ځواکونو نیولی وو.
د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې ترمخه، هغه د طالبانو په بانیانو کې شامل دی. او د هغه د گوانټانامو معلومات ښائي "د طالبانو د فلسفې سخت دریزه پلوي دی" او د القاعده وژل شوي مشر اوسامه بن لادن سره يي د نزدې تعلقات لرل.
خیر خواه په عمر ۴٧ کلن دی.
ملا عبدالحق وسیق: د طالبانو په وینا ملا عبدالحق وسیق د استخباراتو د لوې ریاست د مرستیال وو .
واشنگټن پوسټ وايي په گوانټانامو کې د هغه په هکله معلومات وايي هغه د خپل دفتر د لارې د القاعده مرسته کوله او د نورو بنیاد پرسته اسلامي ډلو سره د طالبانو د اتحاد په لړ کې يي مرکزي کردار ادا کولو.
ملا وسیق هم د کال ٢٠٠١ د نومبر په میاشت کې نیول شوی وو.
مولوي محمد نبي عمري: طالبان وايي مولوي محمد نبي عمري د سرحدي لیوا قوماندان یا د سرحدي ځواکونو مشر وو.
واشنگټن پوسټ وايي ۴٦ کلن عمري خوست کې د القاعده او د طالبانو د مشترکه ډلې غړی وو. د گوانټانامو معلومات وايي "د طالبانو په اهم مشرانو کې دی" چې گوانټانامو کې بند دی.
مولوي عمري د کال ٢٠٠٢ د سپټمبر په میاشت کې نیول شوی وو.
XS
SM
MD
LG