لاس رسیدونکی لینک

افغان ځواکونو د وسله والو خلاف جنگ په مکمله توگه خپلو لاسو کې اخیستی


جم میټس تیره میاشت د افغانستان دوره کړي وه او د افغان صدر اشرف غني سره یې لیده کاته وکړل

د امریکې د دفاع وزیر جم مېټس ویلي افغان امینتي عسکر په تیرو ١٦ کلونو په وړمبي ځل د طالبانو خلاف په جنگ کې په مکمله توگه ښکیل دي او د جنگ په میدان د خپلو صلاحیتونو د بهتر کولو دلارې یې خپلو تلافاتو کې یې هم کمی راوستی دی.

د امریکې د سنیټ د عسکري چارو د کمیټۍ په اورنه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ وینا کې جم میټس وویل افغانستان دپاره د صدر ډانلډ ټرمپ نوي سټرټیجي په افغانستان کې د امریکې د بریا بهترینه لاره ده.

جم مېټس وویل افغان ځواکونه ددې احساس نه هم نوره زړه ورتیا مومي چې د امریکې او د نیټو هوايي ځواکونه د کومک لپاره موجود دي.

د اورونې په ابتدا کې د سنیټ د کمیټۍ مشر سنیټر جان میکین جم میټس او د امریکې د پوځي مشرانو د گډې کمیټۍ مشر جنرل جوزف ډنفرډ ته سختې خبرې وکړې او وې ویل دا عجیبه خبره ده چې د کمیټۍ غړو ته یې د خپلې وینا لیکل شوي معلومات نه دي ورکړي، چې د کمیټۍ د اورونې د معمول طریقه کار دی.

"دا کمیټي د صدر د هرې تگ لارې دپاره د ربړ مهر نشي کیدی. مونږ باید چې ښه معلومات ولرو. مونږ باید د حکومت د تگ لارې د گټو نه خبر وو خو د بدقسمتۍ خبره دا ده چې ددې نوي سټریټیجي په اړه مونږ د جوابونو نه زیاتې پوښتنې لرو،" سنیټر جان میکین وویل.

صدر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان دپاره د خپل حکومت نوي تگ لاره اعلان کړي ده چې پکې د طالبانو او د القاعده خلاف جنگ د گټلو او امریکا په اینده کې د حملو نه د محفوظ ساتلو لوظ شوی دی.

د امریکې خبري ادارې ایسوسي ایټډ پریس وايي د صدر ټرمپ په تگ لاره کې طالبانو ته د ماتي ورکولو خبره واضحه نه ده خو هغه ویلي د موثره عسکري کاورايي په نتیجه کې په افغانستان کې سیاسي مفاهمت ترلاسه کیدی شي چې پکې به د طالبانو ځینې عناصر هم شامل وي.

خپله تگ لاره کې که یو خوا صدر ټرمپ په افغانستان کې د وسله والو خلاف د جنگ د زیاتولو خبره وکړه خو دا یې و نه ویل چې هلته به د امریکايي ځواکونو په شمیره کې څومره اضافه کولی شي.

جیم میټس د سنیټ کمیټۍ ته وویل په اینده میاشتو کې به افغانستان ته ٣٠٠٠ اضافي عسکر ولیږل شي چې د افغان ځواکونو د تربیي دنده به نوره تنده کړي. په موجوده وخت کې په مجموعي توگه په افغانستان کې د امریکې او نیټو ١٣٥٠٠ عسکر پراته دي.

د افغانستان دپاره خپله تگلاره کې صدر ټرمپ د پاکستان هم په خصوصي توگه ذکر وکړو او وې ویل اسلام اباد دې په خپله خاوره وسله والو ته د پناه ورکولو خپل زوړ دریځ دلاسه ورکړي.

پاکستاني مامورینو د صدر ټرمپ د وینا مخالفت کړی دی. پاکستان وايي د افغانستان د مسلې حل د پوځي طاقت د استعمال د لارې نشي راویستل کیدی بلکې ددې حل په سیاسي طریقه راویستل کیدی شي.

تیره میاشت د ملگرو د عمومي شورا یا جنرل اسمبلۍ غونډې ته خپل تقریر کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل پاکستان د افغانستان جنگ په خپله خاوره نشي کولی او نه د کومې ناکامه تگ لارې حمایت کولی شي.

په عین حال کې د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف په واشنگټن کې د امریکې خارجه وزیر ریکس ټیلرسن او د نورو امریکايي مامورینو سره د خبرو اترو لپاره د نهې، سه شنبې، په امریکې ته راروان شوی دی.

د امریکې حکومت تیره میاشت وویل ترڅو پاکستان په خپله خاوره د وسله والو خلاف اقدامات ونکړي د ترهگرۍ خلاف د امریکې په کومک ٢٥٥ میلنه ډالرو امداد به نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG