لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان نه د امریکائي ځواکونو ستنولو دپاره تیاری


ددې پرته چې د افغانستان لوې جرگې امریکې سره د لوظنامې د لاس لیک کولو ملاتړ کړی خو افغان صدر تر دا وخت دداسې کولو نه ډډه کړې ده. افغان صدر دا هم وايي امریکې سره معاهده دې نوی صدر لاس لیک کړي چې د انتخاب دپاره يي د اپریل په میاشت کې ووټونه ټاکل شوي دي
ددې پرته چې د افغانستان لوې جرگې امریکې سره د لوظنامې د لاس لیک کولو ملاتړ کړی خو افغان صدر تر دا وخت دداسې کولو نه ډډه کړې ده. افغان صدر دا هم وايي امریکې سره معاهده دې نوی صدر لاس لیک کړي چې د انتخاب دپاره يي د اپریل په میاشت کې ووټونه ټاکل شوي دي
د امریکې صدر براک اوباما ددفاع وزارت یا پینټگان ته ویلي که چرې افغانستان سره د امنیت دوه اړخیز تړون لاس لیک نشي نو د جنگ ځپلې هیواد نه دې د سږ کال په اخېره کې د امریکائي عسکرو بیرته راویستلو تیاری ونیول شي.
سرښار واشنگټن کې سپېنې ماڼئ ویلې، صدر اوباما افغان صدر حامد کرزي ته هم دا پیغام د نهې په ورځ په ټیلې فون خبرو کې ورکړو چې که چرې افغانستان سره د امنیت معاهده لاس لیک نشوه نو امریکا به د هلته نه ټول ځواکونه ستنوي.
د سپېنې ماڼئ بیان وايي واشنگټن دا امکان پرځائې ساتلی چې افغانستان سره د بائیلیټرل سکیورټي ایگریمنټ یا بې ایس ای لاس لیک کول دې د سږ کال تر اخېره پورې وځنډولی شي خو دا ځنډ نور غځول به افغانستان کې د کال ٢٠١۴ ورسته د امریکا مشن متاثره کړي.
د مجوزه لوظنامې ترمخه، امریکا به قریباً ١٠٠٠٠ عسکر د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې پرځائې کوي خو افغان صدر حامد کرزۍ د امریکائي عسکرو د کردار په هکله اعتراز لري. ښاغلي کرزي ویلي امریکائي عسکر به د مشکوک ترهگرو خلاف کاروائي کې د افغانانو کورنو ته نه وردننه وځي او امریکا دې طالبانو سره د مذاکراتو عمل شورو کړي.
امریکائي چارواکې وايي د کال ٢٠١۴ ورسته به امریکائي عسکر افغانستان کې د افغان ځواکونو د تربيي دنده ترسره کوي او د القاعده باقیاتو خلاف به په محدوده کچه کاروایانې کوي.
ددې پرته چې د افغانستان لوې جرگې امریکې سره د لوظنامې د لاس لیک کولو ملاتړ کړی خو افغان صدر تر دا وخت دداسې کولو نه ډډه کړې ده. افغان صدر دا هم وايي امریکې سره معاهده دې نوی صدر لاس لیک کړي چې د انتخاب دپاره يي د اپریل په میاشت کې ووټونه ټاکل شوي دي.
امریکائي چارواکې وايي که چرې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیت لوظنامه لاس لیک نشوه او امریکائي ځواکونه د هیواد نه وځي نو د تیرو امنیت او پرمختگ په مد کې شوی پرمختگ به ضائع شي. تجزیه کار د هیواد امنیت خوندي ساتلو په لړ کې د افغان ځواکونو د صلاحیت په هکله هم څه ډیر پراعتماد نه دي.
ددې نه وړاندې هم د صدر اوباما حکومت ویلي که چرې افغانستان سره معاهده لاس لیک نشوه به ټول امریکائي عسکر به د افغانستان نه ستانه کړی شي.
بلخوا د پینټگان مشر ددفاع وزیر چک هیگل ویلي د صدر براک اوباما د حکم سره سم افغانستان نه د ځواکونو ستنولو دپاره به ټول تیاری پرځائې کوي، که چرې د کابل او واشنگټن د امنیت لوظنامه لاس لیک نشوه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG