لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال نکلسن: دداعش د مشرانو تعقېب او د وژنې کوښښونه به روان وي


په دې زوړ تصویر کې جنرال جان نکلسن په باگرام هوايي مرکز کې د امریکې د خارجه وزیر رېکس ټېلرسن هرکلی کوي
په دې زوړ تصویر کې جنرال جان نکلسن په باگرام هوايي مرکز کې د امریکې د خارجه وزیر رېکس ټېلرسن هرکلی کوي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن ویلي داعش یې تر ټولو لوې هدف دی او افغانانو دغه وسله واله ډله رد کړې ده.

د گل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته د وینا په مهال جنرل نکلسن وویل د دوي به د داعش د مشرانو تعقب او د وژلو کوښښونه د لاسه نه ورکوي.

د افغانستان د طلوع ټېلې وژن د رپورټ ترمخه، جنرل نکلسن وویل داعش په جارحانه انداز کې وسله وال خپلو صفونو کې د شاملولو هلې ځلې کوي. خو هغه زیاته کړه داسې څه شواهد یې نه دي ترلاسه کړي چې گنې د شام او عراق څخه د داعش وسله وال افغانستان ته راروان دي.

امریکايي جنرل په طالبانو غږ وکړو چې وسله دې وغورځوي او امن ته دې غاړه کېږدي او افغان ټولنه کې دې په سوله ایزه ډول ورگډ شي. هغه وویل کې طالبان د سولي مذاکراتو ته نه اماده کیږي نو پرضد به یې جگړه دوام ولري.

جنرل نکلسن وویل په افغانستان کې دې نشۍ توکو خلاف مبارزه به هم جاري ساتي. هغه وویل امریکايي ځواکونه به نه یوازې د ترهگرۍ خلاف بلکې د نشۍ توکو خلاف جنگ کې هم د افغانانو څنگ په څنگ ودریږي.

هغه وویل په افغانستان کې د امن او د نشۍ توکیو د خاتمې لپاره به امریکا هر ممکن کوښښ کوي. هغه وویل په هلمند کې د تاریاکو د یوې فابریکې د تباه کولو لپاره بي ٥٢ بمبار الوتکه ورکارول شوه او په وړمبي ځل په دغه ولایت کې د وسله والو خلاف عملیاتو کې د ایف ٢٢ نومې بمبار عملیات وکړل.

جنرل نکلسن په هیواد کې د امن پرځای کولو په لړ کې د افغان ځواکونو د مېړانې ستاینه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG