لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددفاع وزارت: په افغانستان کې له ٢٠ زیاتې وسله والې ډلې فعالیت لري


.
.

د افغانستان د فاع وزارت وايي په دې هیواد کې له شلو زیاتې ترهګرې ډالې فعالیت لري.

په افغانستان کې د وسله والو ډلو په اړه ددفاع وزارت دریځ په داسې حال کې رامخ ته شوی دی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل حکومت تگ لاره اعلانولو په وخت وویل د افغانستان او پاکستان په سیمه کې ٢٠ داسې ډلې وجود لري چې امریکې ترهگر تنظیمونه ټاکلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري له ډیوې سره په خبرو کې هغه ترهګرې ډلې چې په افغانستان کې تروریستي فعالیتونه ترسره کوي په څلورو بیلابیلو برخو باندې وویشلې.

جنرال دولت وزیري زیاته کړه لومړۍ سیمه ییزه ترهګره ډله ده چې په هغې کې د تاجکستان، ازبکستان، د چین وي غور، د چیچنیا او نورې بیلابیلې عرب ډلې شاملې دي.

د وزیري په وینا ترهګرو په دویمه برخه کې د داعش او القاعده غوندې نړي والې ډلې شاملې دي.

د دفاع وزارت ویاند وایی د ترهګرو په دریمه درجه بندۍ کې د تروریستانو هغه ډلې شماملې دی چې په پاکستان کې یې روزنه دوام لري.

نوموړي وړاندې زیاته کړه: "دریمه هغه ډله ده چې په پاکستان کې رسمي هویت او د امن ځالې لري لکه لشکر طیبه ،لشکر جنګوي، جیش محمد، پاکستاني طالبان او نورې ډلې چې هلته فعالیت کوي."

جنرال دولت وزیري وايی د ترهګرو په څلورم ګروپ بندۍ کې دافغانستان دحکومت مخالفین دي چې په دې کې د طالبانو او حقاني ډلې شاملې دي.

وزیري ویل که دغه د ترهګرو څلور ګرپونه سره جمع شي نه په وینا یې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمیر شلو ته رسیږي او یا هم ښايي له شلو څخه زیات شي چې په دې هیواد کې تروریستي فعالیتونه ترسره کوي.

پاکستان د افغانستان دا خبره ردوي چې گنې د افغانستان وسله والې ډلې يي په خاوره موجود دي او د پاکستان څخه په افغانستان کې حملې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG