لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې ددفاع وزیر: افغانستان کې د امریکايي عسکرو د شمیرې زیاتولو په اړه صلاح مشورې روانې دي


په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرل جان نکلسن

د امریکې ددفاع وزیر جم میټس ویلي صدر ډانلډ ټرمپ ته به ډیر زر په دې اړه مشوره ورکوي چې آیا په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو شمیره زیاته کړی شي او که نا او آیا دا چې گني اضافي عسکر دې.

د ايسوسي ایټډ پریس خبري ادارې ترمخه، میټس د اتوار، یکشنبې، په ورځ خبریالانو ته په متحده عرب اماراتو کې وویل په افغانستان کې د امریکايي عسکرو مشر جنرل جان نکلسن سره يي په ټیلي فون کړې دي او ددې ورسته به صدر ډانلډ ټرمپ ته خپله مشوره ورکوي.

دفاع سکتر د جنرل جان نکلسن سره د خپلو خبرو په اړه د مخصوص تفصیل ورکولو نه ډډه کړې ده او دا يي نه ده ښکاره کړې چې د عسکرو د زیاتولو مشوره به ورکوي او که نا؟

دا میاشت د کانگرس د فوجي چارو کمیټۍ ته جنرل نکلسن وویل په افغانستان د افغان عسکرو د تربيي او صلاح کارۍ دپاره څو زره اضافي امریکايي عسکرو ته ضرورت لري.

جنرل نکلسن د اضافي عسکرو دپاره شمیره و نه ټاکله خو فوجي مامورین وايي دا شمیره دې د ضرورت په بنیاد مقرر کړی شي.

په کانگرس کې د اورونې په مهال جنرل نکلسن وویل په افغانستان کې اضافي عسکر امریکايي هم کیدی شي او یا په ائتلاف کې شامل د بل هیواد څخه هم پرځای کیدلی شي.

د پخواني صدر براک اوباما په حکومت کې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو شمیره ٨۴٠٠ ته راکمه کړی شوه. په موجوده وخت کې ٢١٠٠ امریکايي عسکر په افغانستان کې د ترهگرۍ پرضد عملیاتو کې برخه اخلي او باقي عسکر د تربيي او صلاح مشورې دنده ترسره کوي.

د افغان طالبانو د جنگي صلاحیت په اړه جم میټس وویل ځیني سیمې د حکومتي ځواکونو د لاسه وتلې او طالبانو ته سقوط شوي خو بیا هم طالبان خپل جنگي اهدافو ته نه دي رسیدلي. "طالبان دا وخت په بدترین صورتحال کې دي."

د داعش په اړه جم میټس وویل د عراق د موصل ښار غربي برخه داعش نه بیرته اخستلو دپاره امریکايي عسکر د عراقي ځواکونو کومک کوي. هغه ددې خبرې تصدیق کولو نه ډډه وکړه چې آیا امریکايي عسکر په ځمکه د عراقي ځواکونو ترڅنگ په جنگ کې هم ښکیل دي او که نا؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG