لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جان کیري به د کابل دوره کوي


د نهې په ورځ عبدالله عبدالله وویل هغه بغیر د څه شک انتخابات گټلې دي او د په درغلۍ جوړ حکومت به چرې هم نه تسلیموي. هغه وویل د څه قام اخیستلو وړاندې به د جان کیري سره د لیدو انتظار کوي
د نهې په ورځ عبدالله عبدالله وویل هغه بغیر د څه شک انتخابات گټلې دي او د په درغلۍ جوړ حکومت به چرې هم نه تسلیموي. هغه وویل د څه قام اخیستلو وړاندې به د جان کیري سره د لیدو انتظار کوي

د افغانستان په صدارتي انتخاباتو کې د درغلي په سر د اختلافاتو د هواري دپاره به د امریکې خارجه وزیر جان کیري د جمعې په ورځ د افغانستان دوره کوي.

صدر براک اوباما او جان کیري عبدالله عبدالله خبرداره کړی چې په یو اړخیزه توگه دې خپل ځان نه خو کامیاب گرځوي، نه دې د صدارتي دفتر نیول کوشش کوي او نه دې متوازي حکومت د جوړولو کوشش کوي.

د صدارتي انتخاباتو د دویم پړاو د ابتدائي نتیجو ترمخه اشرف غني احمدزۍ د ډاکټر عبدالله عبدالله نه ١٠ لکه زیات ووټونه اخیستې دي.

خو د نهې په ورځ عبدالله عبدالله وویل هغه بغیر د څه شک انتخابات گټلې دي او د په درغلۍ جوړ حکومت به چرې هم نه تسلیموي. هغه وویل د څه قام اخیستلو وړاندې به د جان کیري سره د لیدو انتظار کوي.

جان کیري خبرداری کړی چې که چرې افغانستان کې په غیر قانوني توگه د اقتدار نیول کوشش وشو او هیواد سره د امریکې او نړې والې ټولنې مالي او امنیت په مد کې کیدونکی امداد د خطر سره مخ کیدی شي.

د صدارتي انتخاباتو په سر لانجه په داسې مهال نوره کړکیچنه شوي چې افغانستان کې د تشدد لړۍ دوام مومي.

د نهې په ورځ ختیز افغانستان کې د ځانمرگي بم چاودنې په نتیجه کې ١٦ کسان وژل شوي چې څلور پکې د نیټو عسکر دي. پولیس ویلي پروان کې شوي بم چاودنه کې ١٠ ملکي کسان او دوه افغان پولیس هم وژل شوي. طالبانو د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG