لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د افغان حکومت د فیصلې غندنه کړې


افغان صدر حامد کرزي د قیدیانو قزضیو ته بیا د کتنې حکم کړی وو او دا میاشت د هغه دفتر وویل چې د ١٦ نه علاوه نور قیدیان به ازادولی شي ځکه چې په دوي د مقدمو چلولو دپاره مناسب شواهد موجود نه دي
افغان صدر حامد کرزي د قیدیانو قزضیو ته بیا د کتنې حکم کړی وو او دا میاشت د هغه دفتر وویل چې د ١٦ نه علاوه نور قیدیان به ازادولی شي ځکه چې په دوي د مقدمو چلولو دپاره مناسب شواهد موجود نه دي
افغانستان کې د امریکائي پوځ مرکز د افغان حکومت د ٣٧ قیدیانو د ازادولو د فېصلې غندنه کړې ده او قیدیان يي د امنیت دپاره کره خطر گرځولی دی.
د گل په ورځ شائع شوي یو بیان کې افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مرکز ویلي د قیدیانو ازادیدل هیواد کې د قانون پرځائې کولو په لړ کې د وړاندې برعکس بیرته گام اخېستل دي.
دغه قیدیان د ٨٨ کسانو په هاغه ډله کې دي چې د امریکا د انتظام د لاندې باگرام هوائي مرکز کې نیول شوې دي.
افغان صدر حامد کرزي د قیدیانو قزضیو ته بیا د کتنې حکم کړی وو او دا میاشت د هغه دفتر وویل چې د ١٦ نه علاوه نور قیدیان به ازادولی شي ځکه چې په دوي د مقدمو چلولو دپاره مناسب شواهد موجود نه دي.
د خالې په ورځ وینا کې افغان صدر د باگرام زندان د طالبانو فیکړې وگرځوله. هغه وویل هلته افغانان زورول کیږي ترڅو د خپل وطن نه نفرت وکړي.
خپل بیان کې امریکائي پوځ وویل د ازادیدونکو قیدیانو په باره کې کافې شواهد موجود دي او ددې په بنیاد مقدمه چلول کیدی شي. بیان وايي ١٧ قېدیان د بمونو په حملو کې ککړ دي، درې د افغان عسکرو په وژنه کې او څلور د ائتلافي ځواکونو خلاف حملو کې لاس لري.
افغانستان کې د امریکائي ځواکونو مشر جنرل جوزف ډینفرډ دا میاشت ویلي د قیدیانو ازادیدل به د هغه د ځواکونو، افغان عسکرو او افغان اولس د امنیت په هکله اندیښېن راپورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG