لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرزي: د امریکا حکومت قهرژن کړی یم


د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې حامد کرزي افغانستان کې د طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د امریکا په کردار، د د واشنگټن او کابل په تعلقاتو، امریکا سره د امنیت دوه اړخیزه تړون یا بائلیټرل سکیورټي ایگریمنټ، افغانستان کې په سیاسي حالاتو او د هیواد په راتلونکو صدارتي انتخاباتو خبرې اترې وکړي
د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې حامد کرزي افغانستان کې د طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د امریکا په کردار، د د واشنگټن او کابل په تعلقاتو، امریکا سره د امنیت دوه اړخیزه تړون یا بائلیټرل سکیورټي ایگریمنټ، افغانستان کې په سیاسي حالاتو او د هیواد په راتلونکو صدارتي انتخاباتو خبرې اترې وکړي
افغان صدر حامد کرزي ویلي په تیرو ١٢ کلونو کې افغانستان کې د امریکې کردار هغه د امریکې حکومت خلاف قهرژن کړی دی او دا چې افغانان په پردې جنگ کې وژل شوي دي.
د امریکا واشنگټن پوسټ ورځپاڼې سره مرکه کې حامد کرزي افغانستان کې د طالبانو د واک نسکوریدو ورسته د امریکا په کردار، د د واشنگټن او کابل په تعلقاتو، امریکا سره د امنیت دوه اړخیزه تړون یا بائلیټرل سکیورټي ایگریمنټ، افغانستان کې په سیاسي حالاتو او د هیواد په راتلونکو صدارتي انتخاباتو خبرې اترې وکړي. هغه وویل امریکا باید پاکستان کې هم د ترهگرو پناه ځایونو خلاف زیات کار کړی وی.
ددغه موضوعاتو ترڅنگ ښاغلي کرزي د مشکوک ترهگرو خلاف د امریکائي ځواکونو په کاروایانو کې د ملکي کسانو د وژنې په هکله هم د خپلو خیالاتو څرگندونه وکړه.
واشنگټن پوسټ وايي د مرکې په وخت د ملکي کسانو د وژنې په موضوع ښاغلی کرزی جذباتي شو. د یوې څلور کلنې ماشونې د ذکر په وخت د هغه سترگې د اوښکو نه ډکې شوې او په خبرو کې يي اوږده دمه کوله.
د وسله والو خلاف د امریکائې ځواکونو په هوائي بمبارۍ کې ددغه ماشومې نیم مخ تباه شو. افغان صدر د ماشومې د لیدلو دپاره هسپتال ته ورغلی وو. "په دغه ورځ ما غوښتل چې هغه مړه شوی وی چې د خپل مور، پلار او رونړو خویندو سره ښخه شوی وی" هغه واشنگټن پوسټ ته وویل. کاروائي کې د ماشومې د کورنۍ ١۴ غړي ووژل شو.
حامد کرزي دا تاثر رد کړو چې د طالبانو نه زیات هغه د امریکائي ځواکونو د لاسه د ملکي کسانو په وژل کیدو قهرژن کیږي.
"افغانان په داسې جنگ کې وژل شوي چې زمونږ نه دی" هغه په مرکه کې وویل، چې په تیرو دواو کلونو کې د کوم امریکائي ورځپاڼې سره د هغه وړمبۍ ده.
د القاعده په هکله خبرو کې افغان صدر وویل "القاعده د حقیقت نه زیاته یوه کېسه ده." افغان صدر دا هم یقین لري چې افغانستان کې جنگ "د امریکا د امنیت او د غرب د مفاد دپاره دی."
د امریکا په هکله د صدر حامد کرزي د سخت بیانونو په ځواب کې د واشنگټن چارواکې وايي جنگ ځپلې هیواد کې ٢٠٠٠ امریکایانو خپل ژوندونه قربان کړې دي او د ٦٠٠ اربه ډالرو اخراجات يي برداشت کړې دي.
افغان صدر مرکه کې واشنگټن سره د امنیت مجوزه تړون په باره کې هم خبرې وکړي. معاهده د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو دپاره قانوني چوکاټ برابروي خو ددې پرته چې امریکا غواړي معاهده د سږ کال تر اخېره پورې لاس لیک کړی شي، ښاغلي کرزي دداسې کولو نه ډډه کړې ده.
واشنگټن پوسټ ته هغه وویل ښه به دا وي چې امریکا "ځما ځائې ناست سره" دا لاس لیک کړي.
د هغه د جانشین د پاره کیدونکو انتخاباتو په هکله چې د اپریل د میاشت په پنځمه نیټه کیدونکې دي، حامد کرزي وویل ووټونو کې به لاس وهنه نه کوي. صدارتي انتخاباتو کې د حامد کرزي مشر ورور قیوم کرزی هم امیدوار دی. حامد کرزی وايي انتخاباتو کې د لاس وهنې تاثر ختمولو دپاره يي د ورور نه غوښتنه کړې وه چې انتخاباتو کې دې برخه نه اخلي خو هغه انکار وکړو.
قیوم کرزي ویلي د صدر د ملاتړ بغیر په گټه گرانه وي.
حامد کرزی وايي هره ورځ ترې خلک غوښتنه کوي چې په خپله چوکۍ ناست پاتې شي خو هغه ددې په حق کې نه دی. هغه واشنگټن پوسټ ته وايي "ما خپل کرادار ادا کړو ځما دپاره اوس په مخکې د تلو وخت راغلی دی."

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG