لاس رسیدونکی لینک

د امریکا د دفاع وزیر: افغانستان به په وخت د امنیت تړون لاس لیک کړي


هیگل وویل د افغانستان لوې جرگې په صدر حامد کرزي غږ کړی چې امریکا سره معاهده دې لاس لیک کړي
د امریکا ددفاع وزیر چک هیگل ویلي د هغه افغان هم منصب ورته باور ورکړی چې افغانستان به د واشنگټن سره د امنیت معاهده په وخت لاس لیک کړي.
افغان صدر حامد کرزي امریکې سره مجوزه معاهده په سمدستي توگه د لاس لیک کولو نه تر دا وخت انکار کړی دی. هغه ویلي معاهده باید راتلونکې کال کې د افغانستان د صدارتي انتخاباتو ورسته لاس لیک کړی شي.
د افغان صدر ددغه دریز په نتیجه کې د کابل او واشنگټن ترمنځ تاؤتریخوالی رامېنځته شوی دی. واشنگټن وايي معاهده باید د سږ کال د اخره پورې لاس لیک کړی شي او په دې کې ځنډ د کال ٢٠١۴ ورسته افغانستان کې د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو د پاره د منصوبه سازۍ په لار کې خنډان راولاړولی شي.
ښاغلې هیگل د خالي په ورځ د کابل کې د افغانستان هم منصب بسم الله خان سره لیده کاته کړې دي خو د صدر حامد کرزي سره يي د خبرو اترو څه پلان نه وو.
هیگل وویل د افغانستان لوې جرگې په صدر حامد کرزي غږ کړی چې امریکا سره معاهده دې لاس لیک کړي.
XS
SM
MD
LG