لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دداعش وسله والو شمیره ٧٠٠ ته راکمه کړې شوي ده


داعش په ننگرهار ولایت کې په گڼ شمیر سکولو هم قبضه کړې وه
داعش په ننگرهار ولایت کې په گڼ شمیر سکولو هم قبضه کړې وه

د امریکايي هوايي ځواکونو په کومک، افغان عسکرو په افغانستان کې تیر کال د داعش وسله والې ډلې خلاف کامیات عملیات ترسره کړې دي او ډلې د وسله والو شمیره يي ٧٠٠ ته راښکته کړې ده.

دداعش خلاف د کاروايي په اړه ورستی حال د امریکې د فوج ترجمان برگیډیر جنرل چارلز کلیولینډ د شورو، چارشنبې، په ورځ په کابل کې خبریالانو ته ور کړو. هغه دداعش خلاف د افغان ځواکونو د کامیابو ستاینه وکړه.

کلیولنیډ وویل یو کال وړاندې د پاکستان په پوله د افغانستان په ختیځ ننگرهار ولایت کې د ٢٠٠٠ نه واخلې تر د ٣٠٠٠ پورې داعش وسله والو موجود وو. "دوي شا او خوا ١١ ولسوالۍ نیولې وې او د جنوبي ننگرهار مقامي خلک يي د هرقسم زور زیاتي او فشار سره مخامخ کړي وو،" هغه وویل.

کلیولینډ وویل وس په دغه سیمه کې ٧٠٠ او یا ددې څخه هم په کمه شمیره کې دداعش وسله وال دي چې په دریو ولسوالیو کې موجود دي.

هغه وویل د امریکايي هوايي ځواکونو په کومک افغان عسکرو په دوو ولسوالیوکې یوه میاشت وړاندې کاروايي شورو کړې ده چې په کامیابه ډول وس هم روانه ده.

امریکايي فوجي ترجمان وویل داعش په بنیادي توگه په ننگرهار او کونړ ولایتونو کې شتون لري خو په شمالي ولایتونو کې نشته. هغه دا خبره د امریکايي استخباراتي معلومات په بنیاد وکړه.

کلیولینډ وویل تیر کال امریکايي ځواکونو دداعش ١٢ د سر مشران ووژل چې پکې د ډلې یو سیمه ایز مشر هم شامل و.

کلیولینډ په روس او په ایران تنقید وکړو چې طالبانو سره يي خفیه رابطې ساتلې دي. هغه وویل د روس او د ایران ددې اقدام په نتیجه کې ترهگرو خلاف د افغان حکومت کوښښونه ته زیان رسیږي.

روس او ایران طالبانو سره د خپلو روابطو دفاع کوي او وايي په افغانستان کې د داعش د سرراپورته کولو د لاسه په سیمه کې ددوي قامي مفاداتو او سرحدونو ته خطرات راپیدا کیږي او طالبان د داعش د خطر مخه نیولی شي.

"زمونږ په نظر د طالبانو سره هرقسمه خارجي تړون بالاخر گټه ور نه دی ځکه چې ددې دلاسه د افغان حکومت کوښښونه زیان من کیږي،" کلیولینډ وویل.

روسي مامورین وايي داعش د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د خپلو پښو ښخولو کوښښونه کوي چې دا رنگ خپلې کاروايي د مرکزي ایشیا ریاستونو ته وغځوي او د ماسکو مفادات په خطر کې کړي.

داعش دوه کاله وړاندې د افغانستان پاکستان په سرحدي سیمو کې د اسلامي امارت خراسان صوبې په نوم عملیات پیل کړل.

داعش په افغانستان او پاکستان کې په خپلو حملو کې چټکتیه راوستې ده چې زیاتره پکې شیعه مسلمانان په نخښه کولی شي.

تیره میاشت داعش د پاکستان په سند صوبه کې د لعل شهباز قلندر په مزار حمله وکړه چې پکې د ٩٠ نه زیات تنان ووژل شو. وژل شوو خلکو کې زیاتره شیعه مسلمانان وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG