لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې د امریکې سفیر په افغانستان کې داعش سره د امریکې د ملاتړ گنگوسې ردوي


تیر کال د وایس اف امریکا په شمول د یوشمیر مطبوعاتو سره په مرکو کې د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي وویل چې داعش د امریکې "اوزار" دی.
تیر کال د وایس اف امریکا په شمول د یوشمیر مطبوعاتو سره په مرکو کې د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي وویل چې داعش د امریکې "اوزار" دی.

په افغانستان کې د امریکې سفیر جان باس دا خبره په کلکه رد کړې ده چې د داعش ډله په افغانستان کې واشنگټن راپورته کړې ده او دا ژمنه یې تکرار کړه چې داعش ته په ماتې ورکولو کې به امریکا د افغانستان ځواکونو ملاتړ کوي.

دا وړمبی ځل دی چې امریکايي سفېر په رسمي ډول داعش په اړه په امریکا د لگیدلو تورونو ردونه کړې ده.د افغانستان د پخواني صدر حآمد کرزي په شمول یو شمیر افغانان او روس په امریکا داعش د ملاتړ الزام لگوي. جان باس په کابل کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یوه خبري غونډه کې داعش سره د امریکې د ملاتړ گنگوسې رد کړې.

ښاغلي باس وویل "اجازه راکړئ، ځکه چې دا گنگوسې په گردش کې دي، چې په کره ټکو کې اوویم چې افغانستان ته داعش امریکې نه دی راوستی. امریکې هیڅ کله په هیڅ شکل کې هم نه د داعش حمایت کړی، نه یې جوړ کړی او نه یې د حملو ډله کړې ده."

تیر کال د وایس اف امریکا په شمول د یوشمیر مطبوعاتو سره په مرکو کې د افغانستان پخواني صدر حامد کرزي وویل چې داعش د امریکې "اوزار" دی.

ښاغلي کرزي دغه خبره د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په هندوستان کې تکرار کړه او وې ویل چې پکار ده چې امریکا ددې خبره وضاحت وکړي چې په افغانستان کې د داعش ډله څه رنگ راپورته شوه؟

د هندوستان پایتخت نوي ډلي کې په سیمه کې د حالاتو په اړه یوې غونډې ته حامد کرزي وویل چې "د افغانستان ځينې مسلې د خارج نه راغلي دي. تندروي د امریکې او د پاکستان د همکارۍ پیداوار دی او ددې مضمراتو سره افغانستان مخامخ دی. امریکا باید ددې وضاحت وکړي."

د کابل دپاره د امریکې سفیر جان باس هم دا خبره تکرار کړه چې د افغانستان مخلفې وسله والې ډلې په پاکستان کې میشته دي او د پاکستان د خاورې څخه په أفغانستان کې بریدونه پلانوي.

ښاغلی باس وویل دا خبره سپینه ده چې امریکه نور د پاکستان دغه سلوک نه شي زغملای او دا باید بدل شي: "زموږ د دفاع وزیر جېمز مېتس له پاکستاني چارواکو سره پرله پسې خبرې وکړې، چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره یوه مناسبه لاره ولټوي."

پاکستان په خپله خاوره د وسله والو د موجودگۍ خبره ردوي.

د امریکې سفیر د داعش ډلې په اړه کلک غبرګون وښود، چې په دې وروستیو کې یې په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ د لویو پېښو او ځانمرګو بریدونو پړه پر غاړه واخیسته.

جان باس وویل له داعش ډلې سره د روغې جوړې او سولې هیڅ لاره نه شته:

"یواځینۍ لاره دا ده، چې په ضد یې کلک ګامونه واخیستل شي او د جګړې په ډګر کې یا و وژل شي او یا نیول شي او نور دا توان ونه لري، چې د ترهګرۍ بریدونه وکړي".

د روس د بهرنیو چارو وزیر سرګيلاوروف د چارشنبې په ورځ وویل، چې حکومت یې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د امن په اړه د خبرو اترو بنیاد برابر کړی دی. د امریکې سفیر جان باس د روس دا اعلان وستایه:

"د مسکو له خوا د مذاکراتو مثبتې نخښې ستایو، خو زه فکر کوم دا هم د ارزښت وړ خبره ده چې د امن خبرې باید پخپله د افغانانو له خوا پیل شي، موږ به ګورو چې څنګه یې ملاتړ کولای شو"

ښاغلی باس وایي د افغانستان پر استقلال باور لري او په دې نظر دی چې په دې هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د پخلاینې او سولې هر بهیر باید د افغانانو خپل وي او د دوی له لوري پیل شي.

جان.آر.باس وویل د جمعې په ورځ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان او امریکې له حکومتونو سره په دې هېواد کې د روانو حالاتو په پوهېدو کې لا مرسته وکړي.

د امریکایي سفیر باس په وینا دوی د هر هغه چا هڅې ستایي، چې د امن د خبرو اترو ملاتړ کوي او په دې برخه کې رغوونکی نقش تر سره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG