لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان صدر اشرف غني: مونږ په کابل کې محاصره یوو


افغان صدر اشرف غني
افغان صدر اشرف غني

د افغانستان صدر ویلي په لسگونو ځانمرگي حمله کونکی پایتخت کابل ته لیږل کیږي، ٢١ نړيوالې ډلې په افغانستان کې فعاله دي او "اصلاً مونږ محاصره یوو."

د امریکا سي.بي.اس تلویزیوني شبکې د جمهور رئیس اشرف غني او په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسن سره په کابل کې د شپاړس کلنې جګړې په نامعلوم برخه لیک خبرې کړي دي.

جمهور رئیس غني وایي په لسګونو ځانمرګي بریدکوونکي کابل ته لیږل کیږي، ٢١ نړیوال تروریستي سازمانونه په افغانستان کې فعاله دي. په لسګونوانتحاریان کابل ته رالیږل شوي دي، او هلته د ځانمرګو بریدکوونکو د جوړولو فابریکې دي. غني وایي "اصلآ مونږ محاصره یوو."

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال راهیسې پیله شوې جګړه اوس ١٧کال ته نژدې کیږي، خو پدې ټوله موده کې د امریکا ستراتیژیک هدفونه او تګلارې هم بدلې شوي دي. جمهور رئیس غني وایي کابل محاصره دی او د وحشت او بی رحمۍ سطحه د تصور پورته ده، او افغانان باید د ټولو امکاناتو له لارې ددی وضعیت سره مجادله وکړي.

د امریکا د سي.بي.اس تلویزیوني شبکې په تازه راپور کې ویلي چې د یو تریلیون ډالرو د مصرف او د ۲۴۰۰ امریکايي عسکرو د وژل کیدو وروسته – کابل محاصره دی او دومره خطرناکه شوی چې امریکايي دیپلوماتان او عسکر په سرکونو تګ راتګ نشي کولې، او حتی د خپلې قرارګاه نه تر هوايي ډګره پورې په موټر کې دری کیلومتره تلی نشي، او دوئ باید په الوتکه کې لاړ شي.

په افغانستان کې د ایتلافي قواؤ قوماندان جنرال جان نیکلسن دا خبره مني او وایي افغانستان په جګړه کې دی او کابل هغه پلازمینه ده چې د معلوم دښمن تر برید لاندی دی.

جمهور رئیس غني پدې باور دی چې په افغانستان کې د جګړې بڼه د اردو د لښکرو پرځای د ولس پرضد پیله شوې. هغه وایي "دلته انتحاري پیدا کیږي او ځان الوزوي. هغه د خپلې آیندې په غم کې نه دی. دا کار د أفغان امنیتي ځواکونو تر ماموریت ډير اسانه دی."

جمهور رئیس غني وایي په لسګونو ځانمرګي بریدکوونکي کابل ته لیږل کیږي، یوویشت نړیوال تروریستي سازمانونه په افغانستان کې فعاله دي. په لسګونوانتحاریان کابل ته رالیږل شوي دي، او هلته د ځانمرګو بریدکوونکو د جوړولو فابریکې دي. غني وایي "اصلآ مونږ محاصره یوو."

جنرال نیکلسن د سي.بي.اس سره په خبرو کې په ډآډه زړه وویل چې د امریکا د نوې پالیسۍ سره اوس ټول هغه امکانات لري چې روانه جګړه پری وګټي او طالبان به یا وسله ږدي او ټولنه کې به مدغم کیږي او د راتلونکي افغانستان برخه به شي، چې د خپلو اولادونو او ځان لپاره ښه ژوند ولري، او یا به وژل کیږي.

جمهور رئیس غني وایي که بهرني ځواکونه ووځي، بیاهم افغانان ددی وضعیت د ختمولو په غیر بله چاره هم نلري. او جنرال نیکلسن وایي هغه ته دوه کاله په کار دي چې لوی بدلونونه رامنځ ته کړي.

هغه وویل تر کومه ځای چې د منابعو او سرچینو خبره ده، دا رښتیا ده "موږ به د امریکا له مرستو پرته شپږ میاشتې هم خپل ځواکونه نشو تمویولولی".

او جنرال نیکلسن وايي چې پر پاکستان باید فشار نور هم زیات شي او دا له روان بندبست څخه د وتلو یوازینۍ لار ده.

نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نېټې اعلان د افغانستان دښمنانو ته دا هیله ورکړې وه چې ګواکې امریکا د دغه جنګ د ګټلو لیوالتیا نلري.

امریکايي جنرال نیکلسن فکرکوي که په افغانستان کې روانه جګړه وبایلي یا لدې ځایه لاړ شي، زیان به يي د منلو نه وي. ځکه ـ د هغه په وینا پدې کارسره به د جهادي افکارو هغه خلک په نړیواله سطحه تشویق شي چې په لویدیځو هیوادونو کې اوسیږي او هغوئ به د خپلې عقیدې په بري مطلق باورمند شي.

نیکلسن وایي "زما په باور دلته ناکامیدل اصلآ د منلو ندي."

یادگیرنه: دا خبر د وي او ای اشنا څانگې څخه اخیستل شوی، مننه یې کوو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG