لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان دې امریکې سره د امنیت په معاهده فیصله زر وکړي


صدر براک اوباما او صدر حامد کرزۍ
صدر براک اوباما او صدر حامد کرزۍ
د امریکې د دفاع وزیر چک هیگل ویلي افغانستان هیواد کې د کال ٢٠١۴ د امریکائي ځواکونو پرځائې کولو په لړ واشنگټن سره د امنیت تړون لاس کولو فیصله زر وکړي.
د زیارت په ورځ پولینډ ته په لار هوائي جهاز کې چک هیگل خبریالانوته وویل هغه به وارسا کې د افغانستان په شمول د امینت په موضوعاتو خبرې اترې کوي.
د پینټگان یا د دفاع وزارت مشر وویل د افغان صدر حامد کرزۍ لخوا د امنیت تړون لاس لیک کولو کې د ځنډ له قبله د کال ٢٠١۴ ورستو افغانستان کې د ځواکونو پرځائې کولو د پاره بجټ او منصوبه سازۍ کې مشکلات پیدا کیدی شي.
چک هیگل وویل "دا بیا بیا نشۍ ځنډولی کیدی ځکه چې یو وخت به د منصوبه سازۍ او د بجټ جوړولو لانجه رامېنځته شي."
د امریکې د دفاع وزیر دا هم وویل د امنیت د معاهدې په لړ کې چې صدر کرزۍ څه فیصله هم وکړي، امریکا به يي احترام کوي او واشنگټن په مکمله توگه د کابل په فیصلو نشې اثر انداز کیدی.
د افغانستان لوې جرگې امریکې سره د امنیت دوه اړخیزه تړون یا بائې لیټرل سکیورټي ایگریمنټ د لاس لیک کولو ملاتړ کړی دی. د مجوزه معاهدې مقصد کال ٢٠١۴ ورستو افغانستان کې ځېنې د امریکائي عسکرو پرځائې کولو د پاره قانوني چوکاټ برابرول دي. خو صدر حامد کرزۍ معاهده د لاس لیک کولو نه تر دا وخت ډډه کړې ده.
افغان صدر معاهده امضا کولو دپاره دا شرائط ایښودې چې امریکا دې د طالبانو سره د امن مذاکرات شور کړې او امریکائي عسکر دې پابند کړی شي چې د مشکوک ترهگرو خلاف کاروائیو کې دې د افغانانو کورونو ته دننه نه ورځي.
د کانگرس د هاوس اف ریپریزینټیټوز یا د نمائندگانو ایوان او ایوان بالا یا سنټ مشترکه غونډې ته سټیټ اف د یونین تقریر کې د نهې په ورځ د امریکې صدر براک اوباما وویل که چرې کابل د واشنگټن سره د امنیت معاهده لاس لیک کړه نو په محدوده شمیره کې به امریکائي او د نیټو عسکر افغانستان کې د کال ٢٠١۴ ورسته پرځائې کړی شي.
براک اوباما وویل د کال ٢٠١۴ ورستو به امریکا د متحد افغانستان ملاتړ کوي.
براک اوباما وویل "که افغان حکومت د امنیت تړون لاس لیک کړې چې مونږ ورسره پې مذاکرات کړې دي نو په لږه شمیره کې امریکائي پوځونه د نیټو ملگرو سره افغانستان کې پاتې کیدی شي چې دوه محدود مقاصد ترسره کړې، د افغان ځواکونو مرسته او تربیه وکړي او د القاعده باقیاتو خلاف کاروائي وکړي."
افغان صدر د افغانستان په هکله د براک اوباما د وینا هرکلی وکړو او دا يي د خپل هیواد په گټه وبلله. د افغان صدر د دفتر لخوا د شورو په ورځ شائع شوی یو بیان وايي "د امنیتي تړون په اړه افغان جمهور ریس یو ځل بیا په خپل پخوانی شرط ټینګار کړیدی او ویلی دي د افغانستان د امنیتي او دفاعي تړون د امضا کولو د پاره د سولې د پروسې د عملي شروع کولو د پاره لومړی شرط ایښی دی."
چک هیگل وايي حامد کرزي یو منتخب مشر دی او د خپلو فېصلو خپله ذمه وار دی. حامد کرزي ته په ایشاره چک هیگل وویل "د یو منتخب صدر په حېث هغه د خپلو کارونو او د خپلې لهجې ذمه دار او جواب ده دی."
بل خوا د زیارت په ورځ یو خبري غونډې ته وینا کې د افغانستان د قامي سلامتیه مشیر رنگین دادفر سپنتا ویلې افغانستان امریکې سره د امنیت تړون لاس لیک کولو کې دلچسپي لري خو د هیواد خپلواکي هم محفوظه ساتل غواړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG