لاس رسیدونکی لینک

دطالبانو لخوا ازاد کړی شوی امریکائي عسکر په سر لانجه


د تنقید باوجود، براک اوباما د نهې په ورځ د حکومت د فیصلې دفاع تکرار کړه. براک اوباما سپینه ماڼۍ کې د برگډال مور او پلار سره
د امریکې حکومت افغانستان کې طالبانو د ولکې نه د امریکائي عسکر بوو برگډال د ازادولو او په بدل کې د گوانټانامو بی، کیوبا، نه د پنځه طالب مشرانو د خوشي کولو دفاع کوي خو د حکومت مخالفین طالبانو سره د قیدیانو د تبادلې مخالفت کوي او نیویارک ټائمز ورځپاڼه وايي دې عمل د صدر براک اوباما حکومت لپاره سیاسي مشکلات راولاړ کړې دي.
د تنقید باوجود، براک اوباما د نهې په ورځ د حکومت د فیصلې دفاع تکرار کړه. د امریکې ټیلې وژن سې این این ترمخه، براک اوباما وویل "مونږ په وردۍ کې خپل سړې او ښځې شاته نه پریښدو."
د ریپبلیکن پارټۍ اهم رکن او د صدارت پخواني امیدوار سینټر جان مکین ویلي د برگډال په بدل کې چې کوم پنځه طالب مشران ازاد کړی شوي هغه د سخت دریزو سخت دریز کسان دي. جان مکین چې د ویت نام په جنگ کې د پوځي په حېث جنگیدلی دی، ویلي ازاد کړی شوي طالب مشران به بیا په جنگ لاس پورې کوي او په نتجه کې به يي د امریکایانو ژوندونه د خطر سره مخ کیږي.
د برگډال د ازادیدو په سر د واک من ډیموکریټک او د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ترمنځ د اخلافاتو ترڅنگ، د برگډال د نیول کیدو د حالاتو په هکله پوښتنې راپورته شوې دي چې څه رنگ نیول شوی وو، ولې د خپل مرکز نه د شپې په تیاره کې وتلی وو او دا چې گنې هغه بگوړه شوی وو، په رضا د خپل پوسټ نه وتی وو او پکار ده چې د بگوړه سپاهي په توگه کورټ مارشل شي، چې د یو پوځي لپاره تر ټولو لویه سزا گڼل کیږي.
نیویارک ټائمز وايي د کال ٢٠٠٩ د جنون د میاشت په ٣٠ مه نیټه، برگډال په خپله خیمه کې یو خط پریښودو چې هغه پکې ویلې وو د پوځ نه مایوسه شوی دی، افغانستان کې د امریکې مشن ملاتړ نه کوي او د نوي ژوند شورو کولو لپاره ځي. او بیا هغه په پکتیکا ولایت کې د خپل لرې پروت پوسټ نه ووتو او د ځان سره يي یو بیگ یا کسوړه، اوبه، چړې، یوه کتابچه او د لیکلو مواد یوړو.
د خپل پوسټ نه د تگ په وخت برگډال خپله زغره او وسله پریښوده او نیویارک ټائمز وايي دا د حیرانتیه خبره وه ځکه چې د هغه پوسټ په ډیره خطرناکه سېمه کې وو.
پوسټ نه د برگډال د غیر حاضرۍ خبر سهر نهه بجې خور شو کله چې د هسپایانو حاضري لگیده. ددې ورسته د هغه د لټون لپاره کوششونه شورو شو. تر څو میاشتو پورې د برگډال د لټون کار روان وو. د هغه ځېنې همکاران او ملگري وايي د لټون په دې عمل کې دوه او په ممکنه توگه شپږو نورو عسکرو ژوند د لاسه ورکړی دی. خو د نیویار ټائمز ترمخه، د فاع وزارت یا پینټگان چارواکې وايي داسې څه شواهد نېشته چې گنې د عسکرو وژل کیدل د برگډال د لټون په مهال رامېنځته شوي دي.
"هاو زه غصه یم،" جاشوه کورنیلېسن، چې د برگډال په پلټنه کې طبې عسکر وو، نیویارک ټائمز ته ویلي. جاشوه وايي دوي ته په کلکه دا احکامات ورکړی شوي وو چې که چرې دوي په اپریشن کې هم مصروف وي خو که دا اطلاع ترلاسه کوي چې برگډال په یو ځائې کې موجود دی نو خپل کار به پریښدي او هغه ځائې ته به ځان رسوي.
د جاشوه په رنگ د برگډال د پلټنې بل پخوانی عسکر کاډي فل هم گڼي چې برگډال په رضا خپل پوسټ پریښودی وو نو ځکه دې ورسره د بگوړه عسکر په ډول سلوک وکړی شي.
د فرانس خبرې ادارې ای ایف پي د طالب سرچینو په حواله ویلي برگډال د مختفلو وسله والو ډلو د لاسونو نه د تیریدو او په مختلفو ځایونو کې د ساتل کیدو نه ورستو بالاخر د حقاني ډلې لاسو ته ورغلو او د پاکستان په شمالي وزیرستان قبائیلي سیمه کې ساتل شوی وو. هغه د بډمیټن لوبې او د قهوي شوقین وو، زیات وخت به يي په اخلي پخلې کې تیریدو، او پښتو او دري يي په روانۍ ذده کړې وه او د عیسائي مذهب تهوارونه لکه کرسمس به يي په باقاعده توگه نمانځل.
برگډال لا جرمني کې د امریکې په یوځي هسپتال کې د علاج د لاندې دی. چارواکې به د طالبانو په بند کې د هغه نه سوال ځواب هم کوي. د هغه مور او پلار د برگډال په کورني ریاست ائي ډاهو کې د هغه کور ته راتگ ته سترگې په لار دي.
دا به لا کتل وي چې حکومت طالبانو سره د قیدیانو په تبادله کیدونکې تنقید او یا برگډال خپله د پخواني همکارانو او ملگرو لخوا لگول شوي الزاماتو ته څه ځواب وايي.
XS
SM
MD
LG