لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکن یونیورسټي اف افغانستان د هیواد په ترقۍ کې اهم کردار لوبوي


امریکایي او افغان مشرانو اومحاصلینو په کابل کې د امریکې پوهنتون د هیواد یوه بریاله کارنامه بللې. په واشنگټن کې د پوهنتون د لسمې کلیزې د لمانځلو په یوه غونډه کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خلیل زاد وویل پوهنتون د افغانستان د یو ښه سباؤن زیری دی. زلمي خلیل زاد وویل د افغانستان په ترقۍ کې به دا پوهنتون یو ښه رول ولوبوي
امریکایي او افغان مشرانو اومحاصلینو په کابل کې د امریکې پوهنتون د هیواد یوه بریاله کارنامه بللې. په واشنگټن کې د پوهنتون د لسمې کلیزې د لمانځلو په یوه غونډه کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خلیل زاد وویل پوهنتون د افغانستان د یو ښه سباؤن زیری دی. زلمي خلیل زاد وویل د افغانستان په ترقۍ کې به دا پوهنتون یو ښه رول ولوبوي

امریکایي او افغان مشرانو اومحاصلینو په کابل کې د امریکې پوهنتون د هیواد یوه بریاله کارنامه بللې. په واشنگټن کې د پوهنتون د لسمې کلیزې د لمانځلو په یوه غونډه کې د امریکې پخواني سفیر زلمي خلیل زاد وویل پوهنتون د افغانستان د یو ښه سباؤن زیری دی. زلمي خلیل زاد وویل د افغانستان په ترقۍ کې به دا پوهنتون یو ښه رول ولوبوي.

دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني مشر جان کیمبل وویل د افغانستان د نوي نسل لپاره دا یونیورسټي د تعلیم ډیرې ښې موقعې پیدا کوي. ده وویل افغانستان نوی کول به د هیواد په ترقۍ کې ډیر رول لوبوي او د مخ په وړاندې تللو دغه سفر لاره يي ددې پوهنتون نه پیل کیږي.

د یونیورسټۍ د بورډ مشر حدا فاروقي وویل یونیورسټي مخ په وړاندې روانه ده او تیرو لسو کالو کې يي ډیره ترقي کړې ده.

د امریکن یونیورسټي اف افغانستان په کال ٢٠٠٦ کې په کابل پرانستل شوه. په لومړي سر کې یونیورسټۍ کې پکې ٥٠ طالب علمان وو. موجوده وخت کې په یونیورسټۍ کې ١٧٠٠ طالب علمان په مختلفو مدونو کې زدکړې کوي. دې یونیورسټۍ تر اوسه پورې ٢٩ فل برایټ سکالران پیدا کړې دي چې د امریکا وتلي پوهتونونو سټین فرډ یونیورسټي، جارج ټاون یونیورسټي او د یونیورسټي اف کیلیفورنیا کې يي په وظیفه سبق ویلی دی.

د امریکن یونیورسټي اف افغانستان په مالي توگه مرسته کونکو کې د افغانستان حکومت، د امریکا د نړي وال امداد اداره یو ایس ایډ، په کابل کې د امریکې سفارتخانه، ورلډ بینک یا عالمي بینک او د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG