لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي عسکر به هلمند کې افغان ځواکونو ته تربیه ورکوي


امریکايي پوځیان به په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونوپه ملاتړ له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې په هوايي او د اړتیا په وخت کې په ځمکنیو عملیاتو کې هم برخه اخلي
امریکايي پوځیان به په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونوپه ملاتړ له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې په هوايي او د اړتیا په وخت کې په ځمکنیو عملیاتو کې هم برخه اخلي

دافغانستان جنوبي هلمند ولایت ته له سلو زیات امریکايي پوځیان دافغان امنیتي ځواکونو دروزنې او تجهیز په هدف رسیدلي دي .

دهلمند والي ویاند عمر ځواک وايي، دافغانستان جنوبي هلمند ولایت ته له سلو زیات امریکايي پوځیان رسیدلي او د حکومت د وسله والو مخالفینو پروړاندې دافغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ به په هوایي او ځکنیو عملیاتو کې کې برخه اخلي تر څنګ به یې د افغان پوځیانو دروزنې چارې پیلوي.

د والي ویاند عمر ځواک له ډيوې راډیو سره په خبرو کې وویل ، دافغاستان جنوبي هلمند ولایت ته له سلو زیاست امریکايي پوځیان دهغې امنیتي هوکړې له مخې راغلي چې دافغانستان او امریکا متحده ایالاتو دچارواکو ترمنځ شوې وه.

ځواک زیاته کړه ، امریکايي پوځیان به په هلمند ولایت کې د افغان ځواکونوپه ملاتړ له وسله والو مخالفینو سره په جګړه کې په هوايي او د اړتیا په وخت کې په ځمکنیو عملیاتو کې هم برخه اخلي.

ځواک وویل " تر دې دمه له سلو نه زیات امریکایي پوځیان رارسیدلي دي او شاید د نورو عسکرو د رارسیدو امکان هم وشي ، دوی به له افغان امنیتي ځواکونو سره په هوایي عملیاتو کې په هرځای کې برخه ولري او په ځمکنیو عملیاتو کې د اړتیا په صورت کې به د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د جنګ ډګرته وردانګي او هلته به په عملیاتو کې برخه اخلي."

دهملند والي ویاند عمر ځواک دجګړې پرمهال له افغان ځواکونو څخه په ملاتړ په هوايي او ځکمنیو عملیاتو کې د امریکايي پوځیانو ونډه اخیستنه مهمه او غیزناکه وبلله او زیاته کړه چې د دوی ګډون کوالی شي چې دهلمند جګړه کابوشي.

عمرځواک وویل "که چیرې دوی د افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه په هغو سیمو کې دوښمن تهاجمي یا ډله ییزبریدونه کوي ، ودریږي کیدلی شي چې دوسله والو مخالفینو بریدونه دفعه شي او تاسو ته معلومه ده چې امریکايي ځواکونه همدا ګړۍ د چاه انجیر سیمه کې چې هلته افغان کمانډويي ځواکونه میشت دي په هوایي برخه کې هوايي عملیات روان دي او کثریت سیمې تر ولکې لاندې راغلي دي او اوس هم هلته د افغان ځواکونو ځمکني او دامریکايي ځواکونو هوايي عملیات دوام لري."

هلمند ولایت دافغانستان یو له هغو نا ارامو ولایتونو څخه شمیرل کیږي ، چې ددې ولایت د والي ویاند عمر ځواک په وینا له ۱۴ ولسوالیو څخه موسي قلعه ، نوزاد ، دیشو او بغران ولسوالۍ دا مهال د وسله والوطالبانو تر ولکې لاندې دي او لس نورې ولسوالۍ له امنیتي ننګونو سره سره دافغان حکومت په کنترول کې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG