لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د استخباراتو مشر افغانستان کې د مفاهمت په اړه ډاډ من نه دی


جیمز کلیپر د امریکې د سنیټ کمیټۍ ته وویل د هغه په خیال طالبان مذاکراتو ته نه دي اماده. هغه وویل طالبان د همیشه راهسې مذاکراتو دپاره دا شرط ایږدي چې نړي وال ځواکونه دې د افغانستان وځي. "زه نه وینم چې دوي خپل دغه دریځ بدل کیږي،" کلیبر وویل.
جیمز کلیپر د امریکې د سنیټ کمیټۍ ته وویل د هغه په خیال طالبان مذاکراتو ته نه دي اماده. هغه وویل طالبان د همیشه راهسې مذاکراتو دپاره دا شرط ایږدي چې نړي وال ځواکونه دې د افغانستان وځي. "زه نه وینم چې دوي خپل دغه دریځ بدل کیږي،" کلیبر وویل.

په افغانستان کې د سیاسي مفاهمت په اړه د امریکې د استخباراتي ادارې تجزیه څه ډیره خوش بیني نه څرگندوي او خبرداری کوي چې په جنگ ځپلی هیواد کې په کال ٢٠١٦ کې د سیاسي نظام د تس نس کیدو سنگین خطر موجود دی.

د نیشنل انټلیجنس ډریکټر جمیز کلیپر د نهې، سه شنبې، په ورځ د سنیټ یوې کمیټۍ ته وویل چې د کابل حکومت د سیاسي ثبات په ترلاسه کولو کې د سختو خنډانو سره مخامخ دی چې پکې په هیواد کې د سیاسي مفاهمت کمزوري، د محلي واکدارانو خپلواکي، مالي مشکلات او د هیواد په مختلفو برخو کې د طالبانو مسلسل حملې شاملې دي.

کلیپر وویل په کال ٢٠١٦ کې به افغان حکومت د نورو اختلاف راپارونکو مسلو سره هم مخامخ کیږي چې پکې په انتخابي نظام کې د اصلاحاتو او د پارلیماني انتخابات مسائل شامل دي.

د افغانستان په اړه د امریکې د استخباراتوتجزیه په داسې وخت کې وړاندې شوي چې د صدر اشرف غني حکومت ددې میاشت په اخیره کې طالبانو سره په مستقیم ډول د امن مذاکراتو تیاری کوي.

د افغان حکومت او د طالبان ترمنځ متوقع نیغ په نیغه مذاکراتو دپاره چوکاټ په اسلام اباد کې د پاکستان، امریکا، چین او د افغانستان د حکومت استازو پرځائې کړی دی.

طالبانو د امن په مذاکراتو کې شاملیدو دپاره افغانستان نه د امریکا په مشرۍ کې د خارجي ځواکونو د انخلا شرط ایښودی دی او لا يي دا نه ده څرگنده کړې چې گني خبرو اترو ته تیار هم دي او که نا؟

جیمز کلیپر د امریکې د سنیټ کمیټۍ ته وویل د هغه په خیال طالبان مذاکراتو ته نه دي اماده. هغه وویل طالبان د همیشه راهسې مذاکراتو دپاره دا شرط ایږدي چې نړي وال ځواکونه دې د افغانستان وځي. "زه نه وینم چې دوي خپل دغه دریځ بدل کیږي،" کلیبر وویل.

د افغان حکومت او د طالب استازو ترمنځ د نیغ په نیغه مذاکراتو تر ټولو وړمبی دور تیر کال د جولائي په میاشت کې د پاکستان په ثالثۍ کې د پاکستان په مري ښار کې وشو. د خبرو اترو دویم دور هم کیدونکی وو خو طالبانو د مشر ملامحمد عمر د مرگ د رپورټونو راڅرگندیدو په نتیجه کې دغه بهیرد ځنډ ښکار شو.

ملا اختر منصور د طالبانو نوی مشر وټاکلی شو خو د هغه په مشرۍ د طالبانو په خپل منځو کې اختلافات راوپاریدل. ځېنې طالبانو د ډلې مشري د ملا عمر د کورنۍ غړو ته سپارل غوښتل. کلیپر وویل په مشرۍ د ابتدائي اختلافاتو ورسته طالبان یو وارې بیا متحد شوي دي.

دامریکې د استخباراتو مشر وویل په شمالي کندوز ښار باندې د طالبانو د دواو هفتو قبضه په ډله د ملامنصور مشري مظبوطه کړه. جیمز کلیپر ویره څرگنده کړه چې په کال ٢٠١٦ کې به طالبانو له خوا جنگ نور هم سخت وي.

هغه وویل ترڅو د کابل حکومت د هیواد اقتصاد بهتر او په خارجي امداد خپل انحصار ختم نه کړي، د امنیت وضع په ښه ډول نشي سمولی.

بلخوا په کابل کې صدارتي ترجمان ظفر هاشمي په افغانستان کې د ممکنه سیاسي کړکیچ په اړه د کلیپر اټکل رد کړو. ظفر هاشمي وي او ای ته وویل د افغانستان د قامي یوالي حکومت د هیواد حقیقي او اکثریتي نمائندگي لري.

د ظفر هاشمي د وینا برعکس، افغان او بې طرفه خارجي مبصرین وايي د صدراشرف غني او اجرائيي ریئس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافاتو په هیواد کې د ښې حکومت سازۍ لاره نیولې ده چرته چې اقربا پروري او ادارې فساد د امروزه ژوند معمول دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG