لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د افغان حکومت او د حزب اسلامي د مذاکراتو هرکلی کړی

د افغانستان د سولې د شورا او اسلامي ګوند (حکمتیار) استازي له څو میاشتو راهیسې پر داسې یوسیاسي تړون خبرې اترې کوي‌ چې د جګړې د ختمولو ترڅنګ، کابل او د هیواد سیاسي نظام ته د ګلبدین حکمتیار بیا راوستلو لپاره لاره پرانیزي.

امریکا وايي د افغان حکومت او د حزب اسلامي استازو تر منځ د سیاسي خبرواترو هرکلی کوي او دې ته تیاردي چې په ګلبدین حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نرمولو کې همکاري‌ وکړي.

د امریکا د خارجه چارو وزارت یو چارواکي وایس اف امریکا ته ویلي دي واشنګټن د افغانانو ترمنځ د پخلاینې په ملاتړ کې هیڅ شرط نه لري.

دغه امریکايي چارواکي‌ وويل "متحده ایالات د افغانانو په مشرۍ د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې د هوارۍ د عمل ملاتړ کوي.باید د گلبدین ډلې په شمول ټولې ډلې، د دغه شان خبرو اتروعمل برخه جوړه شي اود افغانستان د راتلونکي په هکله وغږیږي".

د افغانستان د سولې د شورا او اسلامي ګوند (حکمتیار) استازي له څو میاشتو راهیسې پر داسې یوسیاسي تړون خبرې اترې کوي‌ چې د جګړې د ختمولو ترڅنګ، کابل او د هیواد سیاسي نظام ته د ګلبدین حکمتیار بیا راوستلو لپاره لاره پرانیزي.

د سولې په خبرو کې د اسلامي ګوند یو شرط دا دې چې د حکمتیار نوم دې د ملګرو ملتونو د بندیزونو او امریکا د ترهګرۍ له لسټ څخه اویستل شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت چارواکي‌ وویل واشنګټن دې ته تیار دې "د افغان حکومت او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره کار وکړي چې د سولې د تړون په صورت کې د ضروري شرطونو د پوره کیدلو لپاره، په حزب اسلامي بندیزونه نرم کړي".

د امریکا حکومت د ۲۰۰۳ کال فروۍ پر ۱۹ نیټه ګلبدین حکمتیار "نړیوال ترهګر" گرځولې وو.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي " زورزیاتي ختمول، له نړیوالوترهګره ډلو سره هر ډول اړیکې ماتول، د ښځو او لږکیو حقونه او د افغانستان اساسي قانون منل، د ممکنه تړون اصلي شرایط دي".

دامریکا خبري ادارې ای پي د سولې د عالي شورا او اسلامي حزب د استازو له خولې لیکلي د سولې ۲۵ نکات تیار کړې شوی دغه ټول شرایط او ځيني نوار اقداماتو زکرپکښې شته.

دمجوزه تړون یوه کاپي اېسوسي ایټد پرس ته هم ترلاسه شوې چې پکې لیک دي افغان حکومت به هیواد ته د اسلامي ګوند د هغو "زرګونو" پلویانو په راتګ کې مرسته وکړي‌ چې دا مهال په پاکستان کې اوسیږي. دغه راز به شاوخوا دوه زره د اسلامي ګوند پلویان د افغان حکومت له بند نه آزاد شي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ بیا راپور ورکړی چې افغان حکومت به په کال کې څلورمیلیونه ډالره، د ګلبدین حکمتیار پر امنیت او دفتري اړتیاوو لګوي

د اسلامي ګوند مشر مرکچې، امین کریم ویلي "دا به یو مهمه تړون وي ځکه چې ددې له وجهې به زمونږه په زرگونو پلویان هیواد ته په باعزته طریقه ستانه شي او زیاتوي هدف ېې تل پاتې سوله ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG