لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کال ٢٠٠١ حملو په اړه انتهائي خفیه دستاویزات به زر څرگند شائع شي


پخواني صدر جارج ډبلیو بش د نائن الیون په اړه د کمیشن د ٨٢٨ پاڼو رپورټ دا ٢٨ صفحات په راز کې وساتل. خو موجوده صدر براک اوباما استخباراتي مامورینو ته امر کړی چې دغه باب ته بیا کتنه وکړي او سنیټر باب وايي امکان دی چې د جون د میاشت پورې په دې اړه څه فیصله وشي
پخواني صدر جارج ډبلیو بش د نائن الیون په اړه د کمیشن د ٨٢٨ پاڼو رپورټ دا ٢٨ صفحات په راز کې وساتل. خو موجوده صدر براک اوباما استخباراتي مامورینو ته امر کړی چې دغه باب ته بیا کتنه وکړي او سنیټر باب وايي امکان دی چې د جون د میاشت پورې په دې اړه څه فیصله وشي

د کال ٢٠٠١ د سپټمبر د میاشت په ١١ مه نیټه په امریکا کې د ترهگرۍ د حملو په اړه انتهائي خفیه دستاویزات به زر عام کړی شي چې په حملو کې د ککړو خلکو سره د خارجي ملاتړ خبره په ډاگه کوي.

د ٢٨ پاڼو دغه دستاویزات د هغه رپورټ برخه ده چې د حملو د تحقیقاتو په اړه د کانگرس یوې مشترکه کمیټۍ لیکلی دی. نائن الیون کمیشن رپورټ زیاتره برخه شائع شوي ده خو دا ٢٨ پاڼي انتهائي خفیه ساتل شوي دي او تر اوسه یوازې ځینې خاص مامورینو لوستې دي.

د ډیر وخت راهسې د کانگرس گڼ شمیر غړو او عام اولس دا غوښتنه ده چې دغه خفیه ساتل شوي دستاویزات دی شائع کړی شي.

که څه هم د رپورټ دغه باب تر دا وخت په انتهائي راز کې ساتل شوی دی، هغه مامورین چې تر څه حده يي د جزویاتو څخه خبر دي وايي په دغه پاڼو کې د سعودي عرب په اړه اشارې شته. دا پوښتنه هم راپورته کیږي چې گنې که دا صفحات شائع شي نو نور کوم معلومات به رامینځته شي.

پخوانی سنیټر باب گراهم چې د کال ٢٠٠١ د حملو په اړه د کانگرس د مشترکه کمیټۍ غړی و د اتوار، یک شنبې، په ورځ د امریکې این بي سي میټ دې پریس پروگرام کې ددغه پاڼو د عام کیدلو غوښتنه وکړه. هغه وویل ددغه صفحاتو په اړه فیصله کول دې د امریکې اولس ته پرښیودل شي.

باب گراهم وویل د یولسم سپټمبر په حملو کې ککړو ١٩ ؤ کسانو کې ١٥ د سعودي عرب شهریان وو او داسې شواهد موجود دي چې حمله کونکو سره د ملاتړ اشاره سعودي عرب ته کوي.

پخواني صدر جارج ډبلیو بش د نائن الیون په اړه د کمیشن د ٨٢٨ پاڼو رپورټ دا ٢٨ صفحات په راز کې وساتل. خو موجوده صدر براک اوباما استخباراتي مامورینو ته امر کړی چې دغه باب ته بیا کتنه وکړي او سنیټر باب وايي امکان دی چې د جون د میاشت پورې په دې اړه څه فیصله وشي.

قامي سلامتیه دپاره د صدر اوباما نائب مشیر بن روډز وویل خلکو ته معلومات ورکولو دپاره به د څه حده پورې دغه دستاویزات افشا کولی شي.

د نائن الیون کمیشن رپورټ چې په کال ٢٠٠۴ کې شائع شوی وايي "سعودي عرب د اسلامي تندورۍ د مخنیوي په لړ کې کړکیچن ملگری دی."

رپورټ نه یوازې د امریکائي استخباراتي ادارو ترمنځ د رابطو نشت والی په گوته کوي بلکه وايي سعودي عرب هم القاعده د مالي وسیلو د مخه نیولو په لړ کې استخباراتي معلومات امریکې سره نه دي شریک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG