لاس رسیدونکی لینک

ملگرو ملتونو بنگله دیش سره د روهینگا کډوالو لپاره د امداد غوښتنه کړي ده


د یو این ایچ سي ار مشر فلیپو گرانډي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د بنگله دیش د کاکس بازار دوره وکړه

د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي د روهینگا ته د سرپناه او د خوراک د انتظام دپاره بنگله دیش په لویه پیمانه نړي وال کومک ته اړتیا لري.

د یو این ایچ سي ار مشر فلیپو گرانډي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د بنگله دیش د کاکس بازار دوره وکړه او هلته يې په خپلو خبرو کې وویل میانمار کې د تشدد دلاسه ۴٣٠٠٠٠ روهینگا مسلمانان بنگله دیش ته په هجرت مجبور شوي دي.

هغه وویل په بنگله دیش کې دا وخت موجود کډوال بې انتها ضرورتونه لري او بنگله دیش خپله د ډیرو مشکلاتو سره مخامخ دی.

فلیپو گرانډي وویل هغه د ډیرو کډوالو سره خبرې کړي دي او هغوي د هر ډول سامان ته اړتیا لري.

هغه وویل "دوي هر شي ته ضرورت لري، دوي ته د خوراک ضرورت دی، د صفا اوبو، سرپناه، صحت د خیرښیگړي او شاید تر ټولو اهم ضرورت د استوگنې مناسب ځای دی."

هغه وویل نړي واله ټولنه باید د بنگله دیش د سخاوت ملاتړ وکړي.

په میانمار کې د تشدد ورستۍ لړۍ د اگست د میاشتې راهسې په داسې حال کې شروع شوي ده کله چې د روهینگا وسله والې ډلې په امنیتي پوسټونو خونړۍ حملې وکړې. ددې په ځواب کې حکومتي امنیتي ځواکونو عملیات پیل کړل او روهینگا فعالین وايي د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې زیات تلفات مسلمانانو اوښتي دي.

XS
SM
MD
LG