لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: یمن د پخواني صدر د وژل کیدو ورسته به د هیواد حالات نور هم خراب شي


پایه تخت صنعاء کښې د تیرو پنځو ورځو راهسې روانه جگړه اودریدلې او د ښار زیاتره هوثي اوسیدونکو خوشحالۍ نمانځلي
پایه تخت صنعاء کښې د تیرو پنځو ورځو راهسې روانه جگړه اودریدلې او د ښار زیاتره هوثي اوسیدونکو خوشحالۍ نمانځلي

ملگرو ملتونو (م.م.و) خبرداری ورکړی چې د يمن د پخواني صدر عبدالله صالح وژنه به د یمن وړاندې نه کړکیچن حالت نور هم خراب کړي. او داسې تمه ده د م.م.و یمن لپاره خصوصي استازې اسماعیل اولد شېخ به د نهې، سه شنبې، په ورځ د امنیتي شوراء غړو ته د یمن په کړکېچن موضوع خبرې وکړي.

د م.م.و د ویاند سټیپن ډوجیرېک د خبرداري تر څنگ د وژل شوي يمني صدر تر ټولو پوخ پلوي او د سيمې طاقتور هېواد سعودي عربستان په مشرۍ کې عرب هېوادونو ويره څرگنده کړې ده چې د يمن وضعه به نوره هم پېچلې شي.

د هوثیانو غبرگون:

د یمن د وژل شوي صدر علي عبدالله صالح غلیمه ډله هوثي یاغیان بيا بل شان نظر لري.

د هوثیانو مشر عبدالمالک الهوثي وايي د عبدالله صالح غدداری نه د یمن اولس بچ شوې. عبدالمالک د پخواني يمني صدر مرگ یوه ځانگړې او تاریخي واقعه بللې ده.

په دوبۍ کښې په خپل کور کښې نظر بند د صدر صالح مشر زوي چې د دې وړاندې د عرب اماراتو سفیر او د ایلیټ ریپبلکن گارډز پوځي دستې پخوانې کماندان هم و په خپل یو بیان کښې ویلي هغه به د خپل پلار بدل اخلي. آزادو سرچینو د دې خبر پخلې لا تراوسه نه دی کړی چې آیا دا بیان نوموړي جاري کړی هم دی؟ ځکه چې هغه په کور نظر بند دی او دا نه ده معلومه چې مطبوعاتو ته رسايي لري او که نا؟

پایه تخت صنعاء کښې د تیرو پنځو ورځو راهسې روانه جگړه اودریدلې او د ښار زیاتره هوثي اوسیدونکو خوشحالۍ نمانځلي. د صنعاء یو اوسېدونکی محمد سعد وایي "خلق په سکون دي او د ملېشو د مشر (علي عبدالله صالح) د مرگ خبر د خوشحالۍ زیری دی. وژل شوي پخواني صدر او د ده ملېشو غوښتل چې مونږ بېثباته کړي، دوي مونږ په سعودي ظالمانو خرڅولو. بیشکه عبدالله صالح د سعودیانو په اېتلاف کښې آخري د تاش پاڼه وه او اوس به دوي د ناکامۍ سره مخ شي."

د عبدالله صالح د وژنې وروسته د صنعاء وضعه:

د یمن پخوانی صدر علي عبدالله صالح
د یمن پخوانی صدر علي عبدالله صالح

د یمن پایه تخت صنعاء کښې د تیرو پنځو ورځو د جنگ وروسته ١٢٥ کسان وژل شوي او تر ٣٠٠ پورې ژوبل یادیږي.

هسپتالونو کښې د دوایانو سخت کمی دی او په پایه تخت صنعاء کښې د ملگرو ملتونو امدادي ادارې مشر جیمي مک گولډرک په جنگ کې بوخت ټولو ډلو باندې د ډزبندۍ غږ کړی. چارواکي گڼي جنگ اودریدلو سره به عادي اولس ته ځان محفوظه ځیونو ته د رسولو او امدادي ډلو ته د خپل کار پورا کولو موقع په لاس ورشي.

د تیرې جمعې په ورځ ملگري ملتونو د سعودي په مشرۍ کښې اېتلاف ته خبردارې هم ورکړی و چې که دوي د اولسي ځایونو محاصره ختمه نکړه نو د خطرناک نتائجو سره به مخ شي. دوي وړاندې وویل که په عادي اولس برید وشو نو دا به جنگي جرم گڼل کیږي.

یمن- د سعودي او ایران ترمنځ د پټ جنگ تود میدان:

د صالح مرگ سره ویره ده چې د ېمن په خاوره به د ایران او سعودیانو پټ جنگ نور هم تودیږي. ایران په ېمن کښې د هوثي یاغیانو، او سعودي د دوي خلاف راپاسېدلې ملیشو کومک کوي.

د خپل پخواني پلویانو دلاسه د عبدالله صالح مرگ سره دا هیلې هم ختمې شوي چې یمن کښې به جگړه په راوانه لنډه موده کښې ختمه شي.

سعودي عربستان په یمن کښې د عبدالله صالح غوندې وفادار ملگری په داسې وخت کښې بایللی چې څو ورځې وړاندې سعودي عرب په خپل سرښار ریاض کښې د سني مسلمان هیوادونو د پوځي اېتلاف جوړولو رسمي اعلان وکړو. دغه اېتلاف کښې تر دې محاله ۴١ مسلمان هیوادونه دي او په ظاهره مقصد یي د مسلمانانو په هېوادونو کښې د داعش په شان ترهگرو مخه نیول دي. د سعودي عرب لخواه جوړ دې اېتلاف نه ایران، عراق او شام بهر ساتلې شوې دي.

په یمن کښې داسې اندازې دي چې هوثیان اوس یواځې په طاقت کښې پاتې شو او دوي مخالف ملیشې کیدلې شي چې د مشر د نیشتوالي دلاسه منظمه نشي. څیړونکي گڼي چې هوثي یاغیان به خبرو ته تیار نشي.

د سعودي او ایران ترمنځ د یمن په خاوره پټ جنگ کښې د کال ٢٠١۴ راهسې د لس زره نه زیات کسان وژلې شوي او په لکونو خلک یې امداد ته اړ کړي دي.

علي عبدالله صالح څوک و؟

علي عبدالله صالح د یوې پوځي کودېتا نه ورسته په کال ١٩٧٨ کښې په غربي یمن قبضه دار شو. په کال ١٩٩٠ کښې د شورویانو د ماتي وروسته د یمن د دواړو برخو د یوځای کیدو ورسته هغه د هېواد صدر جوړ شو.

په کال ٢٠١٢ کښې د بهار عرب په نوم د عربو په سیمه د عامرانو خلاف احتجاجونه شورو شول چې یمن کښې هم اولس د صدر صالح خلاف راپاسېدل.

په دغه موقع ویل کیږي یمن کښې هرخواه غربت و او د یو عادي یمني کس امدن د ورځې په حساب دوه امریکنې ډالره وو. صدر عبدالله صالح د احتجاجونو وروسته د خلیجي ریاستونو د همکاری شوراء په درېمگړتوب د واک نه لرې شو.

په تیره موده کښې یو وار بیا هغه راپورته شو او د سعوديانو لخواه جوړ پوځي اېتلاف پرضد یي د هوثي یاغیانو ملگرتیا شورو کړه.

سعودي عرب یمن کښې پایه تخت صنعاء باندې د ټوپک په زور قبضه دار هوثي یاغیانو خلاف په کال ٢٠١٥ کې پوځي عملیات شروع کړل. په صنعاء د قبضي سره سم یاغیانو د نړۍ لخوا منل شوی او سعودي پلوه د هیواد صدر عبد ربوه منصور هادي د څوکۍ نه لرې کړو.

د وژل شوي پخواني صدرعلي عبدالله صالح په اړه ویل کیږي چې د قبایلي سیاست نه به یې فائده پورته کوله او همیش له به یي ځان واک ته نزدې ساتلو.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG