لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل میډیا د صدر ټرمپ د ملگرو ملتونو وینا ته څه عکس العمل ښودل شوی؟


د امریکا نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو ٧٢ یمه جنرل اسمبلۍ کې د د نړۍ ١٩٣ هیوادنو مشران راغونډ شوي دي.

او ښاغلې ټرمپ د امریکې د صدر په هیڅ په اول ځل د ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وینا وکړه.

زیاتره نړیوالو مطبوعاتو دغه وینا نیغ په نیغه خپره کړي ده.

په سوشل میډیا په دغه اړه څه ویل شوي دی، د وي او ای ډیوه خبریال عدنان رشید دا عکس العمل راغونډ کړی دی:

د بي بي سي خبریاله ایملي ایم په ټویټر لیکي

صدر ټرمپ ملګرو ملتونو ته د پرانستې په موقع د خپلې نعرې د ټولو نه اول امریکا تشریح اوکړه .

په واشنګټن کی د ویلسن سنټر ادارې څیړنکار مایکل کوګل مین په ټويټر لیکي: صدر ټرمپ پاکستان ته خپله غصه وښودله خو دهغوي نوم یی وانه غستو.

Ghost
Ghost

رایټرز خبري ادارې په ټويټر د صدر ټرمپ د له قوله لیکي:

ځینې هیوادونه د "دوزخ" په لور روان دي خو ملګري ملتونه د دې ځینو ناوړه حالتو په حل کولو کې مرسته کولی شي.
Reuters
Reuters
نايله عنایت په ټويټر لیکي د ملګري ملتونو غونډه کی به صدر ټرمپ د افغانستان صدر اشرف غنی سره ویني خو د پاکستان وزیراعظم سره یی دلیدلو څه پروګرام نشته، هغه تپوس کوي چي آیا دغه دپاکستان سفارتي کامیابي ده؟
Naila Twitter
Naila Twitter
دنیویارک نه ګوسټن بی کی نومی یو اکاونټ په ټويټر لیکي جنوبي کوریا په دي نه پریږدي چي شمالی کوریا مشر کیم جان اونګ به څه کوي خو هغوي په دې زیات یریږي چي ټرمپ به څه کوي، د ګوسټن نومی اکاونټ دغه یرې وجوهات د د صدر ټرمپ تقریر ښايي کوم چي هغه نن ملګرو ملتونو غونډې ته کړی.

د بي بي سي سټیټ ډیپارټمنټ لپاره خبریاله باربره اوشر په ټویټر لیکي

دا به ډیره خطرناک وي که شمالي کوریا د صدر ټرمپ د راکټ مین الفاظ نه د ا مطلب د واخلې چي امریکا جنګ کول غواړي نه چي د جنګ نه ځان وساتي.

Joyce
Joyce

خبریاله او لیکواله جاوس کرم په ټويټر لیکي

ټرمپ د ایران هغه کردار په اړه سختې نیوکې اوکړي کوم چي دغه هیواد په شام او یمن کی د حزب الله وسله والې ډلې په لار ادا کوي. د جاوس په فکر د کال 2007 م راهسي د ایران پر ضد دا د ټولو نه ستغه ژبه وه.

د یورپ د سیاسی مشرانو اداره د یورپین لیډرشپ نیټ ورک چی د امنیت او دفاع لپاره څیړنې هم کوي په خپل ټويټر لیکي: په داسې مهال کی چی صدر ټرمپ ملګرو ملتونو غونډې ته خپله وینا کوي د یورپین لیډرشپ نیټ ورک 76 ممبران د ایران سره شوي جوهري معاهده ګټوره ګنړي او غواړي چي دغه پرځايي وساتي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG